د لاس رسي وړ اتصالات

د خلیج هیوادونو د ۹/۱۱ او سعودي په اړه د امریکا قانون وغنده


د سپتامبر د ١١ په پیښه کې شاوخوا ٣٠٠٠ تنه وژل شوي وو
د سپتامبر د ١١ په پیښه کې شاوخوا ٣٠٠٠ تنه وژل شوي وو

د امریکا کانګرس د ۹/۱۱ د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته حق ورکړی چې د سعودي عربستان په خلاف حقوقي دعواوي وکړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج د همکارۍ شورا د دوشنبې په ورځ (د سپتامبر ۱۲) هغه قانون وغنده چې د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس تیره اونۍ تصویب کړ. دغه قانون د ٢٠٠١ کال د سپتامبر د یوولسمې د ترهګریزو بریدونو دقربانیانو کورنیو ته اجازه ورکوي چې د سعودي عربستان له حکومت نه د تاوان اخیستلو دعوا وکړي.

د خلیج د شپږو هیوادونو د شورا رئیس عبدالطیف زیاني په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا قانون " د دولتونو ترمنځ د اساساتو، اوصولو او د دولتونو د واکمنۍ او مصونیت خلاف دی".

قطر او عربي متحده اماراتو هم د متحده ایالاتو د کانگرس له لورې تصویب شوی قانون غندلی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاهد په یوه اعلامیه کې چې د هغه هیواد دولتي خبري اژانس خپره کړې ویلي دي چې "دا ډول قوانین به د تروریزم پر وړاندې پر نړیوالو هڅو او همکاریو باندې منفي اثر واچوي".

د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د استازو مجلس د "د ترهگرۍ د ملاتړ کوونکو پر ضد عدالت" په نامه یوه لایحه د تیرې جمعې په ورځ تصویب کړه، خو سپینې ماڼۍ گواښ کړی دی چې دغه قانون به ویتو کړي.

د ٢٠٠١ کال د سپتامبر د پیښې د ١٩ الوتکه تښتوونکو له ډلې څخه چې پر نیویارک، پنتاگون او پنسلوانیا کې یې الوتکې ټکر کړې ١٥ یې د سعودي عربستان وو. خو د سعودي حکومت په جدي توگه ددې پیښې له مسؤلیت منلو څخه انکار کړی او د امریکا د کانگرس د قانون پر ضد یې فعالیت کړی دی.

د سپتامبر د ١١ په پیښه کې شاوخوا ٣٠٠٠ تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG