انټونی وېنر ۴۶ کلن دی او ټینګار یې وکړ چې ددغه کار په کولو سره یې له کوم قانون نه سرغړونه نده کړې.
په کانګرس کې د دېموکرات اقلېت مشرې نانسی پېلوسی د کانګرس د اخلاقېاتو په جرګه ګۍ غږ کړېدی چی په دې برخه کې تحقېقات وکړی چې اېا انټونی وینر له رسمی وسایلو نه کار اخیستی دی او که د کانګرس له نورو اصولو نه یې سرغړونه کړېده.
رپوټ وايی چې دکانګرس په دغه غړي باندی وروسته له هغه فشار مخ په زیاتېددو دی چې د هغه غیراخلاقي او شهوانی عکسونه د هغه د ټوېټر د پاڼې په واسطه د واشنګټن ایالت یوې ښځې ته ورسېدل. له څو ورځو راهیسې هغه ادعا کوله چې کمپیوټري داړه مارانو د هغه خلاف دسیسه جوړه کړېده.
سیاسي تحلیل کوونکي وايي چې ښايي دکانګرس په غړي انټونی وېنر باندې د خپلو دیموکراتو انډیوالانو له خوا نه په کانګرس کې فشار واچول شی چی له خپلې چوکۍ نه ډیر ژر استفعی وکړي. ځکه چې دهغه د جنسي رسوايۍ نه پرته د هغه غیراخلاقي عکسونه هم په انټرنېټ کې راووتل. د دوشنبی په ورځ د کانګرس ددغه غړي عکسونه چې کمیس یې ندی اغوستی په انټرنېټ کې راووتل.
داسې اټکلونه کیدل چې هغه به په ۲۰۱۳ کې د نېوېارک د ښاروال لپاره ځان کاندید کړي خو اوس چې دا پیښې وشولې د هغه سیاسي آینده مشکوکه ښکاري.