د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو د کانګرس یو پلاوی افغانستان ته تللی


د امریکا د کانګرس دغه پلاوی د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د افغان حکومت له مشرانو سره کتلي دي.
د امریکا د کانګرس دغه پلاوی د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د افغان حکومت له مشرانو سره کتلي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د میرمن نانسي پلوسي په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس یو پلاوي د پنجشنبېد ورځې له غرمې وړاندې په ارګ کې د جمهور ر ئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو اړیکو او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو د لټولو او هم د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه خبرې شوي دي.

د دې اعلامیې له مخې جمهور رئیس غني دغه امریکایي پلاوي ته ویلي "د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ګډې همکارۍ او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ ماحول ته مثبت بدلون ورکړی دی او تر بل هر وخت موږ اوس خپلو موخو ته نږدې شوي یوو".

همداشان جمهور رئیس غني دغه پلاوي ته ویلي، له ولسواک نظام پرته بل نظام په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي او خلک هم د دغه نظام غوښتونکي او ملاتړي دي.

جمهور رئیس غني، په شفافه توګه راتلونکو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو او ورپسې د جمهوري ریاست ټاکنو ته ته د خپل حکومت په ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.

دې غونډې ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستې او همکاریو د قدرداني کړې او دا مرستې یې د "ګډ دښمن" د ځپلو او ګډو موخو ته د رسېدو په برخه کې ګټورې بللي دي.

د ارګ د دغې اعلامیې له مخې میرمن پلوسي دې غونډې ته ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره دوامداره همکاریو او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به د ستراتیژیک متحد په توګه د افغانستان تر څنګ پاتې شي.

په دغه کتنه کې د سولې پروسې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعال حضور، اقتصادي ودې، پانګونې، د خصوصي سکتور د رول، صادراتو، وارداتو، ترانزیت، سیمه ییزو همکاریو، د لویو او سیمه ییزو پروژو د تطبیق، ټاکنو، له فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

کابل ته د امریکا د کانګرس د یوولس کسیز پلاوي د سفر د هدف په اړه د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن خبریالانو ته وویل، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي او اقتصادي برخو کې اړوند مسلې د دغه پلاوي په اجندا کې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG