د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس دوو غړیو له احمد مسعود سره خبرې کړي


د خبرو پر وخت دا نده معلومه چې معسود په افغانستان کې دننه که بهر و.
د خبرو پر وخت دا نده معلومه چې معسود په افغانستان کې دننه که بهر و.

د متحده ایالاتو د استازو د مجلس غړي مایکل والټز او د سنا مجلس غړي لینډسي ګراهام د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود سره په ټیلیفون د خبرو کولو خبر ورکړی.

د کانګرس دواړه غړي د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي. ښاغلي والټز او ښاغلي ګراهام د چارشنبې په ورځ سپټمبر ۲۲ په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د ښاغلي مسعود نه یې د بشري حقونو د دفاع او د طالبانو پر ضد د دریدو په خاطر د هغه ستاینه کړې.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دا ټیلیفوني خبرې څه وخت شوي او دا هم پکې ندي ویل شوي چې د دې خبرو پر وخت ښاغلی مسعود په افغانستان کې دننه و که بهر.

خو ددې ګډې اعلامیې نه لږ وړاندې د امریکا یوې مطبوعاتي ادارې په یو راپور کې وویل چې احمد مسعود او امرالله صالح دواړه تاجکستان ته تښتیدلي دي.

د "انټرسپټ" په مقالې کې د امریکا د استخباراتو د یو جګپوړي چارواکي، د دفاع وزارت یو سلاکار او د حکومت دوه پخوانیو جګپوړو چارواکو په حوالې په راپور کې لیکل شوي چې د طالبانو لخوا د پنجشیر ولایت تر نیول کیدو وروسته احمد مسعود تاجکستان ته تښتیدلی.

پدې راپور کې ویل شوي چې د احمد مسعود تر تښتیدو وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني لوموړی مرستیال امرالله صالح هم په یو هیلوکوپتر کې د پنجشیر نه تاجکستان ته تښتیدلی.

خو ښاغلي صالح بیا په ټویټر کې پخپل وروستي پیغام کې چې د سپتمبر په ۳مه خپور شوی و ، لیکلي و چې په پنجشیر کې دی او د افغانستان د "عزت" دفاع کوي.

ها خوا بیا د ملي جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل میثم نظري د انټرسپټ خپرونې ته ویلي چې ښاغلی مسعود لا هم په افغانستان کې دی خو نظري د دې راپور په هکله د امریکا غږ اړیکو ته ځواب ونه وایه.

د امریکا د کانګریس دواړو غړیو په اعلامیې کې ویلي چې د احمد مسعود سره په خبرو کې هغه ته په واضح توګه ویل شوي چې طالبان "په ژوره توګه یوه د کرکې وړ ډله ده او ټول افغانستان د هغوي نه کرکه لري. "

XS
SM
MD
LG