د لاس رسي وړ اتصالات

مصر کې د ۴ ښځینه خبریالانو څخه د تحقیقاتو په هکله د امریکا د کانګریس اندیښنه


په مصر کې چارواکو د (مدی مصر) د آنلاین ورځپاڼې د چلوونکې او د دې ادارې د دریو خبریالانو څخه د "د درواغو خبرونو او عامه نظم د ګډوډولو" د تورونو له کبله پوښتنې ګرویګنې کړي او نیولي یې دي.

د مدی مصر خپلواکې ورځپاڼې بیا ویلي چې خبریالان یې په ضمانت د بند څخه خوشې شوې.

دې ورځپاڼې په یوې تازه مقالې کې لیکلي و چې د "وطن راتلونکي" په نامه د ګوند جګپوړيو غړيو چې د مصر د حکومت پلوي ګوند دی، د فساد په یوې قضیې کې لاس درلود.

د دې ورځپاڼې چلوونکې لینا عطالله او درې نورې خبریالانې – رنا ممدوح، ساره سیف الدین او بیسان کساب چې ټولو یې د دې مقالې په لیکلو کې لاس درلود، تورنې شوې چې د "وطن راتلونکې" د ګوند په غړیو یې تهمت کړی او د هغوي نوم یې بد کړی.

مصري چارواکو تر پوښتنو وروسته په میرمن عطاالله دا تور هم لګولی چې د جواز پرته یې یو خبري ویب سایټ چلاوه خو د مدی مصر اداره وایي چې د جواز تر لاسه کولو لپاره یې غوښتنلیک ورکړی خو چارواکو تر اوسه هیڅ ډول ځواب ندی ورکړی.

سره لدې چې مصر کې مطبوعاتي ادارې د خپل فعالیت لپاره باید د حکومت څخه جواز تر لاسه کړي خو منتقدین وایي چې دا ډول شرایط د هغو غږونو د غلي کولو لپاره کیږي چې په حکومت انتقادونه کوي.

د امریکا د استازو د مجلس غړي ایډم شف چې د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره د کانګرس د حزبي کمیټې مرستیال هم دی په یوې اعلامیې کې د دې مصري خبریالانو په نیول کیدو او پوښتنې کولو جدي اندیښنه څرګنده کړې.

په اعلامیې کې د ښاغلي شف له قوله ویل شوي، " دا د مصریانو د بیان د آزادۍ د اساسي حقونو د محدودولو لپاره د جمهور رئیس السیسي یو بل اقدام دی او د ولسواکۍ د بنسټیزو حقونو څخه ښکاره بې پروایي ده ".

په اعلامیې کې راغلي چې دې څلورو مصري میرمنو په ټولې نړۍ کې د نورو خپلواکو خبریالانو په شان په چارواکو "په زړوره توګه" نیوکه کړې او د فساد قضیې یې را برسیره کړي.

ښاغلي شف پدې میرمنو د تورونو د لیرې کولو د غوښتنې تر څنګ ویلي چې "متحده ایالات باید پخپل ټول ځواک هغه حکومتونه وغندي چې عادلانه او آزاد مطبوعات غلي کوي".

مدی مصر د هغو سلګونو خبري ویب سایټونو څخه دی چې د مصر حکومت پدې تیرو څو کالونو کې تړلي دي خو دې مطبوعاتي ادارې د نورو ویب سایټونو له لارې خپل تحقیقاتي راپورونه خپاره کړي.

پدې هیواد کې تقریباً ټولو ورځپاڼو او تلویزیوني چینلونو خپلې خپرونې او لیکنې د مصر د حکومت او پوځ د پالیسو سره سمې برابرې کړي.

دا لومړی ځل ندی چې مصري چارواکي د مدی مصر په ورځپاڼې سره دا ډول کړنه کوي. میرمن عطاالله په ۲۰۲۰ کال کې وروسته تر هغه د یو زندان څخه د باندې ونیول شوه چې د یو مشهور مصري فعال د مور سره یې مرکه کوله.

د مصر امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کې هم د دې ورځپاڼې په دفتر چاپه اچولې وه او د کار کوونکو ټیلیفونونه او د کار کمپیوټرونه یې ضبط کړي و او د دې ورځپاڼې د مسؤل په ګډون یې درې کار کوونکي نیولي او بندیان کړي و چې وروسته بیا خوشې شول.

د مصر حکومت پدې تیرو څو کالونو کې لس ګونه خبریالان نیولي او په ځینو مواردو کې یې د بهرنیو هیوادونو خبریالان ندي پریښي چې دې هیواد ته د خبرونو ورکولو لپاره ورشي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم په ۲۰۲۱ کال کې پخپل کلني راپور کې مصر، ترکیه او چین هغه هیوادونه یاد کړي چې ډیر خبریالان پکې بندي شویدي.

XS
SM
MD
LG