د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس یو غړی په وسله وال برید کې ټپي شو


د امریکا د لویزیانا د ګانګرس په یو غړي ستیف سکالیس وسله وال برید شوی دی.

ویل کیږي چې د کانګرس په دغه غړي د ویرجینا په السګاندریه کې د بېسبال په میدان کې ډزې شوي دي.

ولسمشر ټرمپ وایي چې د کانګرس غړی سخت ژوبل شوی خو ژر به یې علاج وشي. ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې د کانګرس دغه غړی ښه هېواد پال او ملګری بللی دی.

د راپورونو له مخې وسله وال تر ډزو مخکې د کانګرس له دغه غړي سره لفظي شخړه کړې وه.

ویل کیږي چې د کانګرس دغه غړي تېره ورځ له ولسمشر ټرمپ سره هم ملاقات کړی و.

دی د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړی دی. پولیسو بریدګر نیولی دی.

د امریکا د استازو د خونو غړی مو بروکس پېښه په خپلو سترګو لېدلې ده.

ښاغلي بروکس امریکايي مطبوعاتو ته ویلي چې په ډزو کې لږ تر لږه دوه پولیس او درې نور کسان هم ژوبل شوي دي.

تراوسه د هغو کسانو روغتیايي حالت معلوم نه دی چې برید پرې شوی دی.

د دغه خبر نور جزیات وروسته خپریږي

XS
SM
MD
LG