د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: زرګونه امریکایان په خوندي توګه د منځني ختیځ څخه وتلي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مارچ څلورمه) اعلان وکړ چې د فبرورۍ له ۲۸ نېټې څخه، هغه ورځ چې په ایران کې روان پوځي عملیات پیل شول، څه باندې ۱۷۵۰۰ امریکایي وګړي د منځني ختیځ څخه بېرته هېواد ته راغلي.

په نړیوالو چارو کې د بهرنیو چارو مرستیال ډلن جانسن د چهارشنبې په ورځ وویل چې له سه شنبې راهیسې څه باندې ۸۵۰۰ امریکایان بېرته راغلي.

جانسن د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "ډېر نور امریکایان له منځني ختیځ څخه اروپایي او اسیایي هېوادونو ته تللي او نور په خوندي توګه له منځني ختیځ څخه وتلي او متحدو ایالتونو ته په لار دي."

ډلن جانسن ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت کاري ډلې له نږدې ۶۵۰۰ امریکایانو سره د امنیتي او د سفر د لارښونو په ګډون مرسته کړې.

جانسن وویل: "د بهرنیو چارو وزارت به د هر هغه امریکایي وګړي سره په فعالانه توګه مرسته وکړي چې غواړي له منځني ختیخ څخه ووځي."

د متحدو ایالتونو حکومت اعلان کړی چې د هغو امریکایانو لپاره چې مرستې ته اړتیا لري، د چارټر شویو پروازونو، پوځي الوتنو او ځمکنیو لارو په ګډون، د ترانسپورټ ګڼې لارې موجودې دي، څو هغو ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي چې ممکن خپل هوايي ډګرونه پرانیزي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د سه شنبې په ورځ وویل چې حکومت په منځني ختیځ کې شاوخوا ۱۶۰۰ هغه امریکایان تثبیت کړي چې له سیمې څخه د وتلو لپاره مرستې ته اړتیا لري.

سپینې ماڼۍ له امریکایانو غوښتي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت step.state.gov ویبپاڼه کې ځانونه راجستر کړي. دغه راز، امریکایي وګړي کولای شي چې څلورویشت ساعته د دې وزارت ۱۲۰۲۵۰۱۴۴۴ شمېرې ته زنګ ووهي.

په داسې حال کې چې د ایران پر ضد پوځي عملیات د پنځمې ورځې لپاره هم دوام لري، د متحدو ایالتونو حکومت "جدي امنیتي خطرونو" ته اشاره کړې ده. ترکیې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ناټو ځواکونو یو ایراني میزایل مخکې له هغې چې خپل هدف ته ورسېږي، شنډ کړ.

په ترکیه کې د متحدو ایالتونو سفارت له امریکایي وګړو غوښتي چې د ترکیې د هغو سیمو په ګډون چې له ایران، عراق او سوریې پولې ته نږدې دي، د دغه هېواد سوېل ختیځ ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې د امریکا قونسلګریو غیرضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته امر کړی چې له هغه هېواد څخه ووځي.

دې وزارت په قبرس کې هم د متحدو ایالتونو غیرضروري حکومتي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته اجازه ورکړې چې له هغه هېواده ووځي.

مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ وویل چې په دوبۍ کې د متحدو ایالتونو قونسلګرۍ ته نږدې د یوې ایراني بې‌پیلوټه الوتکې له برید وروسته، چا ته زیان نه دی رسېدلی.

په ورته وخت کې، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې هم د متحدو ایالتونو پر سفارت د دوو ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله اور ولګېد، خو مرګ ‌ژوبله یې نه درلوده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG