د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس ټرمپ د دفتر رئیس په کرونا اخته شوی


مارک میډوز ۶۱ کلن دی.
مارک میډوز ۶۱ کلن دی.

په امریکا کې مطبوعات وایي چې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د دفتر رئیس، مارک میډوز د کرونا د ویروس معاینات مثبت راغلي.

ښاغلی میډوز ۶۱ کلن دی.

هغه امریکایي مطبوعاتو ته ویلي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه یوه ورځ وروسته د چارشنبې په ورځ، نومبر ۷ یې معاینات کړي چې نتیجه یې مثبته وه.

د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې په یو راپور کې ویل شوی چې مارک میډوز د چارشنبې په ورځ وختي په سپینه ماڼۍ کې په هغه مجلس کې حاضر و چې جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ خپلو شاوخوا ۱۵۰ جګپوړو همکارانو او ملاتړو ته وینا کوله.

تر اوسه نده معلومه چې آیا په مجلس کې حاضر کسان هم د کرونا په ویروس اخته شوي که نه. خو د ښاغلي ټرمپ د حکومت څو تنه جګپوړي مامورین پدې تیرو څو اونیو کې د کرونا په ویروس اخته شوي و چې پخپله جمهور رئیس ټرمپ او میرمن یې ملانیا ټرمپ هم پکې شامل دي.

د کرونا ویروس د ټولو نه زیات د امریکا متحد ایالات ځپلي دي. دې ویروس په امریکا کې د ۹.۷ ملیون نه زیات کسان نیولي او شاوخوا ۲۳۶۰۰۰ کسان یې مړه کړي.

دا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ شاوخوا ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.

XS
SM
MD
LG