د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون واوښت


تر دې دمه په ټولې نړۍ کې څه باندې ۴۱ میلیون انسانان د کرونا په ویروس اخته شوي
تر دې دمه په ټولې نړۍ کې څه باندې ۴۱ میلیون انسانان د کرونا په ویروس اخته شوي

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په برتانیا کې د یکشنبې تر ورځې نومبر ۱ (لړم ۱۱) په کروناویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې یو میلیون (۱۰۱۴۷۹۴) ته ورسېده.

د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په ټولې برتانیا کې ۴۶۶۴۵ کسان مړه شوي‌ دي، البته دا شمېره شېبه په شېبه بدلیږي.

د برتانیا صدراعظم موریس جانسن تېره ورځ بیا قرنطین او محدودیتونه اعلان کړل. دا ملي قرنطین به را روانه پنجنشبه په انګلنډ کې پیلیږي او یوه میاشت به وي. ویلز تېره اونۍ قرنطین اعلان کړ او سکاتلنډ وايي چې د قرنطین د مخنیوي لپاره ورته را روانې څو ورځې مهمې دي.

په دغه قرنطین کې به ښوونځي، پوهنتونونه، محاکمې او د بیا رغونې شرکتونه پرانیستي وي، خو غیر ضروري‌ هټۍ، رستورانتونه او مۍ خانې بندې وې. ادارې، شرکتونه او د کار نورې ادارې به خپل کارکوونکي هڅوي چې که امکان ولري له کورونو څخه دې کار وکړي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالتونه لا هم په نړۍ کې لومړی هېواد چې د کروناویروس په کې ډېر کسان مړه کړي او ډېر کسان پرې اخته دي.

په متحده ایالاتو کې د یکشنبې تر ورځې پورې څه باندې ۲۳۰زره کسان مړه شوي او ۹.۱ میلیون نور پرې اخته دي.

له امریکا وروسته هند، برازیل، روسیه، فرانسه، هسپانیا، ارجنټاین او کولمبیا نور هغه هېوادونه دي‌ چې کرونا په کې ډېر کسان مړه کړي او یا په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس د نوې څپې په پېلېدو سره د نړۍ د ځینو هېوادونو مشران اړ شوي‌ چې د محدودیتونو او قرنطین د لګولو په اړه بیا فکر وکړي.

د جانس هاپکینز پوهنتون وايي ‌چې تر یکشنبې پورې په ټولې نړۍ کې ۴۶.۱ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي او ۱.۲ میلیون نور مړه شوي دي. دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو.

XS
SM
MD
LG