د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا وبا ښايي د چین د یو لابراتوار څخه پیل شوې وي- ایف بي آی


د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (FBI) مشر کریسټوفر ورې دا اونۍ اعلان وکړ چې متحده ایالات پدې باور دي چې کرونا وبا د چین د یو لابراتوار څخه سرچینه اخیستې ده.

د امریکا د استخباراتو دې لوړپوړي چارواکي وویل چې له څه مودې راهیسې دې نتیجې ته رسېدلي چې د کرونا ویروس ښايي د چین په ووهان کې د لابراتوار له یوې پیښې رامنځته شوی وي.

خو د دې موندنې په اړه د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی. سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب لسمه) د فدرالي تحقیقاتو ادارې موندنه کم ارزښته وبلله.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کرن ژان پېیر، وویل: "موږ له استخباراتي ټولنې څخه بیلابیلې پایلې لیدلي دي. ځینو یې یو څه او ځینو یې بل څه ویلي دي. ځینې یې وايي چې کافي معلومات نه لري. نو موږ غواړو چې له ډیر احتیاط کار واخلو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې د متحده ایالاتو په استخباراتي ادارو کې د کرونا وبا د سرچینې په اړه مختلف نظرونه موجود دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، نیډ پرایس، وویل: "په هغه څه چې موږ پوهیږو هغه دا دي چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې، د چین حکومت ددې ناروغۍ په اړه لومړنيو معلوماتو ته د نړیوالو پلټونکو او د نړیوالې عامې روغتیا د ټولنې د غړو د لاسرسي مخه نیسي. دا مهمه ده چې د چين حکومت نه يوازې د نړۍ د خلکو د ګټو لپاره، بلکې د چين د خلکو د ګټو لپاره روڼتيا وښيي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د امریکا د استخباراتو موندنې د اعتبار وړ نه دي.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ماو نینګ، رسنیو ته وویل: "چین د [کرونا وبا] د سرچینې په اړه د هر ډول سیاسي لاسوهنې سره په کلکه مخالفت کوي. په ساینسي مسلو کې د استخباراتي ټولنې ګمارل پخپله د څېړنو د سیاسي کولو ثبوت دی."

د کرونا وبا سرچینه به د هغې دوه کلنې څیړنې عمده ټکی وي چې د متحده ایالاتو او چین تر منځ د ستراتیژیکې سیالۍ په اړه دا اونۍ د متحده ایالاتو په کانګرس کې پیل شوه.

د کانګرس غړو په دې اړه د امریکا د ملي امنیت د شورا پخواني غړي، ماتیو پوټینجر، څخه پوښتنې کړي دي.

پوټینجر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسو فکر کوي د ووهان لابراتوار د بیولوژیکي وسلو په څیړنه کې دخیل دي؟ وویل: "موږ په یقین سره پوهیږو چې د چین اردو د کرونا ویرس په څېړنو کې دخیل دی. موږ پوهیږو چې دوی د متحده ایالاتو د ټیکنالوژۍ په کارولو سره د انسان په لاس جوړو شویو کیمیاوي ویروسونو تجربه کوله. موږ پوهیږو چې د چین پوځ د کرونا لپاره د واکسین جوړولو په هڅو کې ښکېل وو."

پوټینجر، چې د ټرمپ په اداره کې یې د چین په اړه د پالیسيو په جوړولو کې مرسته کړې، د کانګرس غړو ته وویل چې په وروستیو کلونو کې د چینایي لابراتوارونو څخه سارس او کرونا په ګډون خطرناکو ویرسونو سرایت کړی دی.

XS
SM
MD
LG