د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: کیوبا 'ګډوډه' ده او له کنټروله وتلې

د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د کیوبا پخوانی دیکتاتور راول کاسترو او د هغه څو ملګري په ۱۹۹۶ کال کې د دریو امریکايي اتباعو او یوه امریکايي اوسیدونکي په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانچ دا اعلان د چهارشنبې په ورځ [مې ۲۱مه] په میامي کې د هغو کسانو په یاد غونډه کې وکړ چې د کیوبا په برید کې وژل شوي وو.

بلانچ وویل د پخواني دیکتاتور راول کاسترو او د هغه د پنځو مرستیالانو تورنول ښیي چې امریکا د ۱۹۵۹ کال راهیسې کله چې دا رژیم واک ته رسېدلی، د لومړي ځل لپاره د کیوبا د رژیم پر لوړپوړو مشرانو د هغو تاوتریخجو عملونو له امله تورونه لګولي چې د امریکایانو د مړینې لامل شوي دي.

بلانچ زیاته کړه: "هېوادونو او د هغوی مشرانو ته اجازه نه شي ورکول کېدای چې امریکایان په نښه کړي، وېي وژني او له حساب-کتاب سره مخ نه شي."

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عدلیې وزارت لخوا د کاسترو او د هغه د یو شمېر ملګرو د تورن کېدو وروسته، د کیوبا پر وضعیت د خبریالانو سره غږېدلی دی. ولسمشر ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه "کیوبا ازادوي" خو ویې نه ویل چې راتلونکي اقدامات به څه وي.

له ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې آیا د کیوبا سره کړکېچ زیاتېږي؟ ده په ځواب کې وویل چې "نه، کوم کړکېچ به رامنځته نشي. زما په اند د دې اړتیا نشته. وګورئ". ولسمشر زیاته کړه چې کیوبا "ټوټه کیږي. ګډوډي ده، او دوی یو ډول خپل کنټرول له لاسه ورکړی دی".

د محکمې اسناد ښیي چې تېره میاشت په میامي کې یو لوی منصفه پلاوي د تورونو پاڼې تائید کړې چې په ترڅ کې یې کاسترو د امریکايي اتباعو د وژلو، قتل او د الوتکو د ویجاړولو لپاره د دسیسې په جوړولو تورن شوی دی. د کیوبا پنځه نور چارواکي هم پدې قضیه کې ښکېل بلل شوي دي.

د ۱۹۹۶ کال د فبروري د ۲۴مې په پېښه کې، د کیوبا یوې جنګي الوتکې دوه ملکي الوتکې راوغورځولې چې درې امریکايي اتباع او یو د امریکا اوسیدونکی په کې سپاره وو. دوي د فلوریډا په تنګیو کې په کښتیو کې له رژیم څخه د تښتیدونکو کیوبایانو سره د مرستې لپاره په نړیوالې هوایي فضا کې یو بشردوستانه ماموریت ترسره کاوه.

راول کاسترو چې د ۲۰۱۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د کیوبا رهبري وکړه، په هغه وخت کې د کیوبا د دفاع وزیر و.

د کیوبا ولسمشر میګل ډیاز کانیل چې په ۲۰۲۱ کې د کاسترو ځای ناستی شو، د لګیدلو تورونو په اړه په ایکس پاڼې کې لیکلي چې دا د امریکا یو سیاسي چل ول دی چې موخه یې پر کیوبا د احتمالي پوځي برید ننګه ده.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د کیوبا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په هسپانوۍ ژبې یو پیغام خپور کړ او د کیوبا له خلکو سره يي د امریکا د ملاتړ ژمنه تازه کړه.

روبیو د کیوبا ولس ته وویل: "اوسمهال، د یوې غوره راتلونکې په لاره کې یوازینی خنډ هغه کسان دي چې ستاسو پر هېواد واکمن دي".

روبیو وویل چې متحده ایالتونه د کیوبا خلکو ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت خوراکي توکي او درمل په دې شرط استوي چې دا مرستې د کوبا د رژیم له خوا د غلا کیدو پر ځای، د کاتولیکو کلیساوو یا نورو باوري خیریه ډلو له خوا وویشل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG