د لاس رسي وړ اتصالات

له کلونو ځنډ وروسته، امریکايي پلاوی کیوبا ته ولاړ


د امریکايي پلاوي مشر سناتور پاټریک کیوبا ته تر روانېدو وړاندې له مطبوعاتو سره د دواړو هېوادونو پر نویو اړیکو خبر وکړې.
د امریکايي پلاوي مشر سناتور پاټریک کیوبا ته تر روانېدو وړاندې له مطبوعاتو سره د دواړو هېوادونو پر نویو اړیکو خبر وکړې.

د امریکا د کانگرس یو هیئت د یو ډول دیپلوماتیک ماموریت لپاره کیوبا ته تللی د او نن یې د درې ورځني سفر دویمه ورځ ده.
تیره میاشت د ولسشمر اوباما لخوا د کیوبا سره د اړیکو د عادي کولو د تاریخي اعلان نه وروسته، دا لومړی ځل دی چې امریکایي جگپوړي استازې کیوبا ته سفر کوي. د کانگرس د غړو دغه هیئت د شنبې په ورځ هوانا ته ورسېد.

د پلاوي یو غړي سناتور پاتریک لیهي وویل " زه فکر کوم، موږ ددې دوو هیوادونو، امریکا او کیوبا په اړیکو کې یو ژور بدلون وینو او موږ غواړو چې د یو شمېر کیوبايیي چارواکو سره وغږیږو چې دوی په دې اړه څه فکر کوي، او وگوره چې له دې نه وروسته به څه پېښېږي. "

د د یموکراتانو شپږ کسیز هیئت، هڅه کوي په دې پوه شي چې د کیوبا سره په کومو ساحو کې گډه همکاري کولی شي او په دې هم پوهیږي چې دواړه هېوادونه ژور توپیرونه لري.
سناتور لیهي وايي" زه غواړم کیوبایان خپل نظر په خپله څرگند کړ ي، زه نه غواړم چې پر هغوی مخکې ترمخکې قضاوت وکړم. خو زه به خپل نظر څرگند کړم. څرگنده ده چی موږ د کیوبانو ترمنځ د بیا ن ډېره ازادي غواړو. همدارنگه زموږ د دوو هیوادونو ترمنځ هم د خبرو اترو امکانات ډیر شي، له ډیرې مودې راهیسي ددې کار انتظار کیدلو."
د امریکا حکومت د جمعې په ورځ د نوې پالیسي د تطبیقولو په لور گامونه واخیستل، چې په سفري او تجاراتي بندیزونو کې باید بدلونونه راشي. خو په کیوبا باندې د امریکا د څو لسیزو، پخوانیو بندیزونو د لغوه کولو د پاره، د کانگرس اقدام ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG