د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنګټن ډي سي کې وسلوال برید؛ د ملي ګارد دوه غړي ټپیان شول


د امریکا د متحدو ایالتونو د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په مرکز کې یوه وسله وال کس د چهارشنبې په ورځ (د نومبر۲۶) مخکې له دې چې ونیول شي، د ملي ګارډ دوه غړي یې په ډزو وویشتل او ټپیان کړل.

په واشنګټن کې د ملي ګارد له ځای پرځای کېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې په دې ښار کې دا ډول پېښه کیږي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په واشنګټن کې د جرمونو سره د مبارزې په موخه د روان کال په اګست میاشت کې د ملي ګارد د ځای پرځای کېدو امر کړی و.

ټرمپ د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې ویلي، هغه "حیوان" چې د چهارشنبې په ماسپښین د سپینې ماڼۍ څخه څو کوڅې لرې د واشنګټن پر یوه سړک د ملي ګارډ دوه غړي یې په ډزو ویشتلي، "ډېره درنه بیه به ورکړي".

د ولسمشر ټرمپ په وینا په دې ډزو کې دواړه سرتېري سخت ټپیان شوي او بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې: "خدای دې زموږ د لوی ملي ګارډ، زموږ د ټول پوځ او د قانون پلي کوونکو مل شي. دا په رښتیا هم لوی خلک دي. زه د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه، او هر څوک چې د ولسمشرۍ له دفتر سره تړاو لري، ستاسو ترڅنګ یو!".

د لویدیځې ویرجینیا والي، پټریک موریسي، د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د ملي ګارد دواړه ټپي شوي غړې د دې ایالت (لویدیځه ویرجینیا) دي او د هغوی د وضعیت په اړه یې "متضاد راپورونه" ترلاسه کړي.

مورسي زیاته کړې چې "زموږ دعاګانې له دغو زړورو سرتېرو، د هغوی له کورنیو او د (ملي) ګارډ له ټولو غړو سره دي."

د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پیټ هیګسیت، له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې وسلوال کس د ملي ګارډ د پرسونل په نښه کولو سره یې یو "بزدلانه او ناوړه عمل" ترسره کړې ده.

د هیګسټ په وینا، ولسمشر ټرمپ ترې غوښتي چې په واشنګټن کې د ملي ګارډ ۵۰۰ نور سرتېري ځای پرځای کړي.

د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر وویل: "دا به یوازې زموږ هوډ پیاوړی کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ واشنګټن ډي سي خوندي او ښکلی کوو. په جرمونو کې کمښت تاریخي دی، په خوندیتوب او امنیت کې زیاتوالی تاریخي دی. خو که مجرمین غواړي دا ډول کارونه ترسره کړي – د امریکا د غوره خلکو په وړاندې تاوتریخوالی – موږ به هیڅکله په شا نه شو."

د متحدو ایالتونو لوی څارنوالې، پام بانډې، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې فدرالي منسوبین د پېښې په سیمه کې دي چې د پولیسو سره مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG