د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان کې په نظامي محکمو کې د ملکیانو محاکمه کیدو باندې 'ژوره' اندیښنه ښودلې

متحده ایالاتو دوشنبه ډسمبر ۲۳ ( مرغومي درییمه) په پاکستان کې په نظامي محکمو کې د هغو ملکیانو محاکمه کیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې چې د تیر کال مې میاشتې نهمې مظاهرو کې یې لاس درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په پاکستان کې نظامي محکمې قضایي خپلواکي او شفافیت نلري او په قانوني توګه د دوسیو طی مراحل کیدو ضمانت هم نشي پکې کیدلی.

د پاکستان د پوځ عامه اړيکو ادارې د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۱ مې اعلان وکړ چې نظامي محکمو د ۲۰۲۳ کال د مې مياشتې د نهمې نېټې په پېښو کې ککړو ۲۵ کسانو ته له دوو کلونو څخه تر ۱۰ کلونو پورې بېلا بېلې سزاګانې ورکړیدي.

د پوځ په بیان کې ادعا شوې وه چې محکوم شویو کسانو ته ټول قانوني حقونه ورکړل شوي او قانوني شرایط پوره کړل شوي وو.

پدې محکمو کې د هغو کسانو دوسیو باندې پریکړې صادرې شوې چې د پخواني صدراعظم عمران خان په پلوۍ یې مظاهرې کولې خو وروسته دا مظاهرې خونړۍ شوې او د پولیسو په ګډون پکې ګڼ شمیر کسان ووژل شول.

مظاهره چیانو همدرانګه د پاکستان په پوځي تاسیساتو یرغل وکړ.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د ځینو تورنو کسانو قضیې د ترهګرۍ ضد محکمو کې هم روانې دي او د هغوی د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته به دغه محکمې یې په اړه پریکړه وکړي.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند دې سزاګانو ته په غبرګون کې ويلي دي چې د نظامي محکمو دایرول د پاکستان له اساسي قانون او بنيادي بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې د پاکستاني چارواکو څخه غوښتل شوي چې د عادلانه محاکمې لپاره دې د هیواد اساسي قانون له مخې د خپلو اتباعو د حقونو درناوی وکړي.

د متحده ایالاتو تر څنګ اروپایي اتحادیې هم د پاکستان په نظامي محکمو کې د ملکیانو په محاکمه کیدو اندیښنه څرګنده کړې.

اروپایي اتحادیې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د محکمو دا پریکړې د مدني او سیاسي حقونو لپاره په نړیوال کنوانیسیون کې د پاکستان مکلفیتونو سره په ټکر کې دي.

د دې کنوانیسیون له مخې هیوادونه مکلف دي چې افرادو ته د عادلانه او ښکاره محاکمه کیدل په آزادې، بې پرې او وړ محکمې کې برابر کړي او دا چې افراد پکې کافي او اغیزمن قانوني استازولي ولري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG