د لاس رسي وړ اتصالات

متیس: د طالبانو ځينې ډلې سولې ته لیواله دي


د امریکا دفاع وزیر نن د سهش نبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر کابل ته تللی دی
د امریکا دفاع وزیر نن د سهش نبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر کابل ته تللی دی

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس کابل ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې ویلي امریکا داسې شواهد ترلاسه کړي چې یو شمیر طالبان د کابل سره د سولې د خبرو امکانات څېړي.

ښاغلی متیس په کابل کې خبریالانو ته وویل "داسې شواهد مو ترلاسه کړي چې طالبان سولې ته علاقمند دي، د طالبانو ځینې ډلې، کوچنۍ ډلې شته چې مراجعه یې کړې او یا هم د خبرو سره مینه لري".

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني څو ورځې مخکې طالبانو ته د بې قید او شرطه خبرو وړاندیز وکړ او وویل چې د ملي وحدت حکومت به دغه ډله د یو سیاسي گوند په توگه په رسمیت وپیژني.

د ښاغلي غني دغه څرگندونې د امریکایي چارواکو له نظره د کابل له لورې یو لوی نوښت دی. ښاغلی متیس دا هم ویلي چې د طالبانو لیوالتیا پدې مفهوم نده چې دغه ډله خبرو ته تیاره ده.

د امریکا متحده ایالاتو له دې دمخه هم هیله څرگنده کړې وه چې ځینې طالبان د سولې خبرو ته لیواله دي، خو د افغانستان د سولې په پروسه کې کوم بدلون رانغی. اوس هم دا نده څرگنده چې دغه نوې هڅې به کوم مثبت بدلون رامنځ ته کړي او که نه.

په کابل کې غربي دیپلوماتانو او چارواکو ویلي چې د میانځگړو له خوا تماسونه روان دي چې د خبرو لپاره په عمده ټکو موافقه شوې، حد اقل د طالبانو د ځنو ډلو سره.

دا په داسې حال کې دي چې د رویترز اژانس په وینا طالبانو تر اوسه په څرگنده د ښاغلي غني د وړاندیز د منلو په اړه څه ندي ویلي، بلکه پر ځای یې څو اعلامیې خپرې کړي چې دوی جگړې ته دوام ورکوي.

د افغانستان او د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې پالسیې د اعلان راپدیخوا متحده ایالاتو د افغانستان پوځ ته خپلې مرستې زیاتې کړي چې په کې د طالبانو پر ضد د هوایي بریدونو زیاتوالی شامل دی.

ښاغلی متیس پداسې حال کې دغه څرگندونې کوي چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په پای کې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان د سولې په هکله یو کنفرانس جوړ شي.

خو بیا هم داسې نه بریښي چې طالبان دې د تاشکند په غونډه کې گډون وکړي. ځکه دغه ډله د افغانستان حکومت لاس پوڅی بولي او د امریکا سره د مستقیمو خبرو لپاره لیوالتیا څرگندوي.

خو د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې "مونږ غواړو افغانان د سولې د هڅو مشري په غاړه ولري."

XS
SM
MD
LG