د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر په روغتون کې بستري شوی او دنده یې مرستیالې ته سپارلې


د امریکا د دفاع وزیر لوید استن
د امریکا د دفاع وزیر لوید استن

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن په سرطان د اخته کېدو وروسته د "مثانې د ستونزې" له کبله بستري شوی او دنده یې خپلې مرستیالې ته سپارلې ده.

د پنټاګون ویاند پټ رایډر د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې کتلین هیکس د وزارت چارې په خپل لاس کې اخیستي او په اړه یې سپینې ماڼۍ او کانګرس ته خبر ورکړل شوی دی.

د خبرپاڼې پر اساس، استن د یکشنبې په ورځ پایتخت واشنګټن ته څېرمه د والټر ریډ په پوځي روغتون کې بستري شوی دی.

په خبرپاڼه کې د دغه روغتون د ډاکټرانو له خولې ویل شوي: "تراوسه روښانه نده چې د دفاع وزیر استن به د څومره وخت دپاره په روغتون کې بستر وي... تمه نه کیږي چې د هغه د مثانې اوسنۍ ستونزه دې د هغه په اټکل شوي بشپړ رغېدو کې بدلون راولي. د هغه د سرطان تشخیص په ښه توګه ترسره شوی دی."

رایډر وویل چې د دفاع وزیر د روغتیايي وضعیت په اړه نور تازه معلومات به ژر خپاره شي.

استن د تیر کال په وروستیو کې، د پروستات په سرطان اخته شوی و. پر نوموړي باندې له دې کبله نیوکه شوې چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو او درملنې موضوع یې پټه ساتلې او سپینې ماڼې ته یې په دې اړه خبر نه و ورکړی.

۷۰ کلن استن د فبرورۍ په لومړۍ نیټه اسوشیتد پرس اژانس ته وویل چې په سرطان د اخته کېدو "خبر ولړزولم... واقعا، زما لومړنۍ انګیزه دا وه چې دا موضوع له ځان سره پټه وساتم... خو غواړم روښانه کړم چې ښه کار مې نه دی کړی. باید ولسمشر ته مې د خپل د سرطان د تشخیص په اړه ویلي وای. ما باید خپل ټیم او د امریکا خلکو ته هم ویلي وای. زه ددې خبرې بشپړ مسؤلیت په غاړه اخلم او له خپلو همکارانو او د امریکا له خلکو څخه بخښنه غواړم."

د اسوشیتد پرس د راپور په اساس، استن په لومړي ځل د دسمبر په ۲۲مه د جراحۍ عملیاتو دپاره بستري شوی و او ورپسې یوه اونۍ یې له کور څخه کار کړی و.

خو د جنوري په لومړۍ نېټه د سخت درد احساسولو وروسته نوموړی بیا په عاجله شعبه کې بستری شوی او دوه اوونۍ یې په روغتون کې تیرې کړي دي.

په روغتون کې د دوهم ځل بستري کېدو لږ تر لږه یوه اوونۍ وروسته د نوموړي د تشخیص په اړه ولسمشر بایډن او نورو مهمو مشرانو ته خبر ورکړل شو.

د استن د دغې قضیې له کبله، د چارواکو د غیابت په صورت کې ادارې ته د احوال ورکولو دپاره د امریکا په فدرالي مقرراتو کې بدلون رامنځته شو او د ځانګړي مفتش له خوا په پنټاګون کې ادارې ته د چارواکو د احوال ورکولو د طرزالعمل په اړه بیاکتنه وشوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG