د لاس رسي وړ اتصالات

آسټن: هیڅ دریم هیواد له ناټو سره د اوکراین د یوځای کیدو د ویتو حق نلري


د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل هیڅ دریم هیواد ددې حق نلري چې د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو سره د اوکراین یوځای کیدل ویتو کړي.

ښاغلي آسټن د اوکراین پلازمینې کییف ته د سفر پرمهال وویل، یاد هیواد خپله ددې حق لري چې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په اړه پریکړه وکړي، نوموړي وویل: "موږ تمه لرو چې هغوی "اوکرایني چارواکي" وتوانیږي له بهرنۍ مداخلې پرته دا ډول اقدام وکړي."

ښاغلي آسټن دا څرګندونې د ناټو له نظامي تړون سره د اوکراین د یوځای کیدو په اړه د روسیې د اعتراض په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

په وروستیو کلونو کې د امریکا او روسیې ترمنځ د مختلفو مسایلو په اړه تاوتریخوالي زیات شوي دي.

په وروستي مورد کې روسیې د دوشنبې په ورځ اکټوبر ۱۸ اعلان وکړ چې له بروکسل څخه یې د روسي دیپلوماتانو د ایستلو د غڅ په بدل کې په ناټو کې خپل ماموریت ځنډولی دی او په مسکو کې یې د ناټو د دفاترو د تړلو امر کړی دی.

ناټو د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د اتو روسي دیپلوماتانو اعتماد لیکونه فسخه کړل او ویې ویل چې هغوی په پټ ډول د روسیې د استخباراتي افسرانو په توګه کار کاوه.

په اوکراین کې جنجال

ښاغلي آسټن همدارنګه روسیه د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د ختمیدو د حل لارې په وړاندې خنډ وبلله.

د امریکا دفاع وزیر وویل: "موږ یو ځل بیا له روسیې غواړو چې د کریمیې په سیمه کې خپل اشغال پای ته ورسوي، د اوکراین په ختیځ کې د جګړې له دوام څخه ډډه وکړي ، او په تور سمندرګي او د اوکراین په سرحداتو کې خپل بې ثبات کوونکي فعالیتونو ته د پای ټکی کیږي."

ښاغلي آسټن زیاته کړه امریکا به د اوکراین د ملاتړ په هدف هر هغه څه چې په توان کې ولري ترسره کړي څو یاد هیواد خپله دفاعي وړتیا تقویت کړي.

روسیې د روان میلادي کال په لومړیو کې د اوکراین کریمیې سیمې ته نږدې خپل ګڼ شمیر پوځیان واستول، هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې خاورې یوه برخه وبلله. خو مسکو له نظامي تمرینونو وروسته، له اوکراین سره په پوله کې خپل پوځيان بیرته بهر کړل.

د امریکا لپاره د اوکراین او ګرجستان ارزښت

ښاغلي آسټن اوکراین ته له سفر مخکې، د دوشنبې په ورځ ګرجستان ته هم سفر وکړ.

د دیموکراسۍ په بنسټ کې د دفاعي چارو یوه شنونکي بردلي بومن وویل، اوکراین او ګرجستان ته د امریکا د دفاع وزیر سفر، "یو مهم او مثبت سیګنال ورکوي."

ښاغلي بومن امریکا غږ ته وویل چې دا دوه هیوادونه د روسیې د تهاجمي اقداماتو په وړاندې د امریکا مهم شریکان ګڼل کیږي. اوسمهال روسیې د ګرجستان ۲۰ سلنه خاوره نیولې ده.

له روسیې څخه سایبري بریدونه

ښاغلي آسټن له خپل اوکرایني سیال سره په خبري کنفرانس کې همدارنګه له مسکو څخه وغوښتل چې "د امریکا او شریکانو په وړاندې خپل دوامدار سایبري او ټول بدبینانه فعالیتونه" ودروي.

د سینې ماڼۍ یوه چارواکي تیره اوونۍ وویل روسیې وروسته له هغه د یو شمیر باج اخیستونکو ډلو په وړاندې اقدامات وکړل چې د هغه هیواد له خاورې څخه یې سایبري بریدونه وکړل.

روسیې وروسته له هغه دا اقدام وکړ چې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د روان میلادي کال په جون میاشت کې د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین څخه وغوښتل چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

روسیي هکران تورن دي‌ چې هغوی تیر کال په امریکا متحده ایالتونو کې د فدرالي اداراتو او خصوصي شرکتونو په وړاندې پراخ سایبري بریدونه کړي دي

ټاکل شویده ښاغلی آسټن د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۰رومانیا ته سفر وکړي او وروسته به د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG