د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته پېسې او ځمکې ورکوي 


طالبان د ځانمرګو کورنیو ته پېسې او کورونه ورکوي
طالبان د ځانمرګو کورنیو ته پېسې او کورونه ورکوي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د هغو ځانمرګو د کورنیو له مشرانو او غړو سره لیدلي دي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه کړي دي.

د ښاغلي حقاني ویاند سعید خوستي په خپل ټویټر کې د دغه ملاقات تصویرونه خپاره کړي او لیکلي دي چې دا غونډه د کابل د انټرکانټېنېنټل په هوټل کې وه.

سعید خوستی له دغه ټویټر اکاونټ څخه تل د طالبانو اړوند خبرونه، تصویرونه او ویدیوګانې خپروي.

ښاغلی خوستی وایي چې ښاغلي حقاني «فدایان» «اتلان» وبلل او د «غونډې په پای کې د شهیدانو کورنیو ته لس لس زره افغانۍ او لباسونه تقسیم او د هر فدایي کورنۍ ته د یوې یوې نمرې ځمکې ورکولو ژمنه وکړه.»

طالبان ځانمرګي بریدګر «فدايان» بولي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند سعید خوستي په ټویټر کې د دغې غونډې تصویرونه هم خپاره شوي، خو په تصویرونو کې د سراج الدین حقاني مخ نه ښکاري.

سراج الدین حقاني د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت لپاره یو مطلوب کس دی او په تور لست کې یې شامل دی. سراج الدین د حقاني شبکې مشر دی.

دوی نه دي ویلي چې په تېرو څو لسیزو کې په ټول افغانستان کې طالبانو څومره ځانمرګي بریدونه کړي دي.

د طالبانو د ځانمرګو د کورنیو د ستاینې لپاره په کوم هوټل کې چې غونډه جوړه شوې وه، په همدې هوټل باندې هم طالبانو ځانمرګي او وسله وال بریدونه کړي په سلګونه کسان یې وژلي او ژوبل کړي دي.

تر ټولو ډېر ځانمرګي بریدونه د کابل په ښار کې شوي چې ښایي زرګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي وي. طالبانو په بهرنیو سفارتونو او ادارو باندې هم ځانمرګي بریدونه کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو لیکلي دي چې د طالبانو له لوري د ځانمرګو د کورنیو په ستایلو سره به د هغو خلکو په زړونو کې څه ورتېریږي چې د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې یې د کورنۍ غړي او عزیزان وژل شوي دي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او له هغه وروسته یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ چې لا هېڅ‌ یو هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

XS
SM
MD
LG