د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په اتومي تړون خبرې؛ د امریکا د دفاع وزیر اسرائیل ته ځي


لیوډ آسټن د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت تر ټولو جګپوړی چاروړاکی دی چې اسرائیل ته سفر کوي.
لیوډ آسټن د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت تر ټولو جګپوړی چاروړاکی دی چې اسرائیل ته سفر کوي.

ټاکل شوې د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن سبا د یکشنبې په ورځ پداسې وخت کې اسرائیل ته د دوه ورځو لپاره ولاړ شي چې د امریکا او ایران تر منځ غیرې مستقیمې خبرې پیل شوې.

ښاغلی آسټن د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت لومړنی تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې اسرائیل ته پداسې حال کې سفر کوي چې امریکا کوښښ کوي د ایران د اتومي تړون سره بیرته یو ځای شي.

اسرائیل د ایران د اتومي تړون سره مخالفت لري.

ټاکل شوې د امریکا د دفاع وزیر د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو، د دفاع وزیر بیني ګانتز او د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز ډګر جنرال افیف کوچاوي سره وګوري.

لیوډ آسټن پداسې حال کې اسرائیل ته سفر کوي چې څو ورځې وړاندې د اتریش په پایتخت ویانا کې د اروپایي هیوادونو دیپلوماتانو پدې خبرې پیل کړي چې څنګه امریکا بیرته د ایران د اتومي تړون سره یو ځای شي او په ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې شي.

د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د دې تړون نه په یو اړخیزه توګه ووت او په ایران یې اقتصادي بندیزونه د سره ولګول خو د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ویلي چې غواړي بیرته ددې تړون سره یو ځای شي.

اسرائیل د دې سره مخالفت لري چې امریکا دې بیرته د دې تړون سره یو ځای شي.

د اسرائیل صدراعظم بنجامنین نیتن یاهو څه موده وړاندې ویلي چې هیواد به یې پدې تړون عمل ونکړي. هغه ویلي و، " د ایران سره تړون چې هغوي ته د اتومي وسلو تر لاسه کولو ته لار هواروي او پدې وسلو مونږ ته د نابودۍ ګواښ راکول کیږي، مونږ په هیڅ ډول نشي مجبورولی. "

تر اوسه نده معلومه چي د امریکا د دفاع وزیر به د اسرائیلي چارواکو سره پدې دوه ورځني سفر کې په کومو موضوعاتو خبرې وکړي. پنټاګان ویلي چې لویډ آسټن به د اسرائیل تر څنګ جرمني، برتانیې او بلجیم ته هم ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG