د لاس رسي وړ اتصالات

د ترهگرۍ په وړاندې مبازره د دموکراتو کاندیدانو د مناظرې موضوع


د جمهوري ریاست لپاره دموکراتو کاندیدانو دویمه تلویزیوني مناظره
د جمهوري ریاست لپاره دموکراتو کاندیدانو دویمه تلویزیوني مناظره

د پاریس د بریدونو څخه یوه ورځ وروسته د شنبې په ماښام د جمهوري ریاست دموکراټو کاندیدانو د متحده ایالاتو د ایوا په ایالت کې د سي بي اس تلویزیون په کوربه توب په مناظرې کې ملي امنیت او ترورزیم باندې بحث وکړل.

د شنبې د ورځې په اوږدو کې جمهوري غوښتونکي کاندیدانو هم د پاریس د بریدونو او د دې پېښې وروسته د راتلونکي گامونو په هکله څرگندونې کړې وې.

دموکراتو کاندیدانو د پاریس د قربانیانو په یاد د یوې شېبې لپاره خاموشي اخیتار کړه او وروسته بیا مناظره د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هلري کلنتن په خبرو پیل شوه. میرمن کلنتن هڅه وکړه چې د ولسمشر اوباما له دریځ څخه ځان بیل وښیي.

کلنتن وویل "مونږ باید داعش ته د یوې نړیوالې ترهگریزې شبکې له خوا د یو نړیوال گواښ او مهم گواښ په سترگه وگورو. مخه یې نه نیول کیږي خو باید ماتې ورکړل شي. دا یوازې د امریکا جگړه نشي کیدای."

د متحده ایالاتو د ویرمونت ایالت سناتور برني ساندرس بیا داسې وویل؛

"ټول هیوادونه باید لستوڼي بډ ووهي، او عسکر به ورلیږی. دا د اسلام د اساساتو د خوندي ساتلو جگړه ده"

برني ساندرس بیا د کلنتن د ٢٠٠٣ کال راې ته اشاره وکړه. کلنتن هغه مهال د عراق د جگړې ملاتړ کړی وه.

ښاغلي ساندرس وویل "زه وایم چې په عراق باندې ویجاړونکی یرغل، چې زه یې په شدت مخالف وم، هغه سیمه په بشپړ توگه وپاشله او د القاعدې او داعش د قوي کیدو سبب شوه"

هلري کلنتن او د مریلند ایالت پخوانی والي مارتین اوملي بیا بیا ژمنه وکړې چې ٦٥ زره کډوال به د پلټنو وروسته امریکا ته راولي.

خو کلنتن زیاته کړه "زه نه غواړم سهواً داسې خلک دلته راولم چې زمونږ هیواد ته د تاوان رسولو لپاره د راتلو هیله لري."

د پاریس له برید نه وروسته د شنبې په ورځ جمهوري غوښتونکي کاندیدانو په د متحده ایالاتو په هغو پلانونه باندې کلکې نیوکې وکړې چې وایي د سوریې کډوال به امریکا ته راوستل شي.

جمهوري غوښتونکي کاندید او میلیاردر دونالد ترمپ وویل "زمونږ جمهور رئیس غواړي چې له سوریې نه ٢٥٠ زره خلک راولي."

جمهوري غوښتونکی بل کاندید مایک هکبي بیا وویل"دا ماته لیونتوب ښکاري چې مونږ به هغه خلک دلته راولو چې په دښتو کې ژوند کوي، زموږ ژبې او فرهنگ باندې نه پوهیږي او د ژمي موسم کې یې مانیسوتا راولو."

د تیرې شپې په مناظ‏رې کې یو دموکرات کاندید هم پخپلې ستراتیژۍ کې د داعش په وړاندې د مبارزې په هکله نوي مالوت وړاندې نکړل.

دا د جمهوري ریاست لپاره د دموکراتو کاندیدانو دویمه تلویزیوني مناظره و. د وروستيو نظر پوښتنو له مخې د دموکراټو کاندیدانو په سیالۍ کې کلنتن ٢٢ پوینټه له ساندرس نه مخکې ده او ښاغلی اوملي د دې دوو کاندیدانو څخه ډیر شاته پاتې دی.

XS
SM
MD
LG