د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: د زیلینسکي او نورو مقاماتو د وژنې توطیه مو خنثی کړه


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین د امنیتي خدمتونو ادارې د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (ثور ۱۸) خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او ځینو نورو لوړ پوړیو اوکرایني چارواکو د ترور توطیه یې خنثی کړې ده.

د اوکراین مقامات وايي چې دوه امنیتي منسوبین چې له روسیې سره په هماهنګۍ کې په دې توطیې کې دخېل وو، نیول شوي دي.

کیف وايي روسیې څو ځله د اوکراین په ولسمشر بریدونه او د بریدونو هڅه کړې ده چې یو ځل یې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د یرغل له پیل لږ وروسته وه.

د اوکراین د امنیتي خدمتونو اداره وايي چې د جاسوسانو یوه شبکه یې پېژندلې ده چې د روسیې سره یې اړیکې وې او هدف یې د زیلینسکي او نورو سیاسي‌ او پوځي مشرانو وژل وو.

دوی په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «په دغې شبکې کې، چې د روسیې فدرال یې فعالیت څاره، د [اوکراین] امنیتي‌ ادارې دوه ډګروالان شامل دي چې پټ اسناد یې روسیې ته ورکړي دي.»

په دغې بیانیې کې همدغه راز ویل شوي دي چې روسیه د یو شمېر اګاه خلکو په لټه کې ده چې د اوکراین ولسمشر یرغمل کړي او یا یې ووژني.

تېره میاشت د اوکراین او پولنډ څارنوالانو وویل چې تر شک لاندې هغه کس نیول شوی دی چې د روسیې په مرسته د زیلینسکي د ترور او وژنې په طرحې کې شامل و.

د اوکراین د امنیتي‌ خدمتونو ادارې تېر کال هم یوه ښځه د زیلینسکي د وژنې د توطیې د جوړولو په تور ونیوله.

اوکرایني مقامات ویلي وو چې دې ښځې هڅه کوله چې له اوکراین څخه د باندې د زیلینسکي د سفرونو په اړه جزیات بربنډ او د هغه وژنې تته لاره هواره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG