د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: له افغانستان سره د امریکا د تعامل نوی فصل پرانیستل شو 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي له افغانستان څخه د امریکایي‌ پوځیانو په وتلو سره ، د امریکا دیپلوماتیک حضور له کابل څخه د قطر دوحې ته انتقال شوی دی.

اسوشیټډ پرس خبري آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ند پرایس له قوله خبر ورکړی چې" له افغانستان سره د امریکا د تعامل نوی فصل پرانیستل شو." په دوحه کې د امریکا نماینده ګي په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماسۍ مدیریت کوي.

د بهرنیو چارو زوارت ویاند نیډ پرایس وویل:" په دوحه کې به زموږ نماینده ګي د قونسلي چارو، بشري مرستو د ترتیب او تنظیم او له طالبانو سره زموږ متحدینو، شریکانو او سمیه ایزو او نړیوالو متحدینو د تعامل په برخه کې د همغږۍ تر څنګ د افغانستان سره په راتلونکې کې زموږ د دیپلوماسي د سمبالیدو په برخه کې کار وکړي."

امریکایي چارواکي وايي‌ وروسته له هغه چې طالبانو افغانستان د دویم ځل لپاره ونیو هغوی وکړای شول څه باندې یوسلو شل زره امریکایي اتباع، بهرنیان او افغانان له هغه هیواد څخه وباسي.

خو اوس هم د سل ګونو بهرنیو اتباعو په ګډون لس ګونه امریکایان او د نړیوالې ټولنې لس ګونه زره افغان همکاران له افغانستان څخه د وتلو هڅه کوي او عمده دلیل یې دادی چې هغوی د طالبانو له غچ اخیستلو څخه ویریږي.

نیډ پرایس وویل:" د بهرنیو چارو وزارت به خپلو دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي‌ څو هر امریکایي، هر افغان همکار او هر بهرني تبعه ته چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د خوندي وتلو اطمینان رامنځ ته کړي."

ښاغلي‌ پرایس زیاته کړه امریکا د کابل د هوایي ډګر د ملکي برخې د ژر پرانیستلو ملاتړ کوي.

نوموړي څرګنده کړه، د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د مهاجرت د خاصو ویزو د متقاضیانو او نورو افغانانو شمیر چې غواړي ووځي نلري خو هغه وویل دا معلومات به ډیر ژر مهیا شي.

نوموړي وویل هغه څه باندې یوسلو درویشت زره تنه چې په خوندي شکل ایستل شوي له خطر سره مخ افغانان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل اوسمهال شاوخوا ۲۰۰ امریکایي اتباع په افغانستان کې پاتې دي او هغوی تل ورسره په اړیکه کې دي چې هغوی هم په خوندي ډول له افغانستان څخه ووځي.

دې امریکایي دیپلومات ټینګار وکړ چې امریکا یوازې د امریکایي‌ اتباعو د ایستلو هڅه نه کوي.

ښاغلي پرایس وویل د امریکا تعهد یوازې له امریکایي اتباعو، د دایمي استوګنې د کارټونو (ګرین کارټ) درلودونکو سره ندی بلکې له ټولو هغو کسانو سره دی چې له امریکا سره یې کار کړی او د امریکا له خلکو څخه یې ملاتړ کړی دی. هغه زیاته کړه"زموږ ژمنه پرون پای ته ونه رسیده. نن پای ته نده رسیدلې او نه به هم پای ته ورسیږي، بلکې دا تعهد دوامداره دی."

XS
SM
MD
LG