د لاس رسي وړ اتصالات

کیف کې د امریکا سفارت ډیر ژر خپل فعالیت بیا پیل کوي


یوې امریکایي دپلوماتې ویلي چې د اوکراین په پلازمینه کیف کې د متحده ایالاتو سفارت به ډیر ژر خپل فعالیت بیرته پیل کوي.

په اوکراین کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرستینا کفین، په کیف کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې امریکایي دپلوماتان د امنیتي کارپوهانو تصمیم ته انتظار باسي. هغې وویل: "کله چې هغوی [امنیتي کارپوهانو] وویل چې کولای شئ بیرته ولاړ شئ، بیرته به ولاړ شو."

میرمن کفین وویل چې د متحده ایالاتو دپلوماتان به تر څو نورو اونیو پورې هره ورځ د اوکراین پلازمینې ته تګ راتګ وکړي. هغې وویل: "هیجاني یو چې بیرته راشو او خپلو هڅو ته به دوام ورکړو، او هر هغه څه چې ممکن وي دلته به یې ترسره کړو، چې اوکراین دا جګړه وګټي."

سره له دې چې میرمن کفین په کیف کې د امریکا د سفارت د بیرته پرانستلو کره نیټه وړاندې نکړه، یو شمیر امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې دا کار به د مۍ د میاشتې تر پایه وشي.

دغه امریکایي دپلوماتې وویل: "روسیې ته زما پیغام به دا وي چې تاسو بایلودله. اوکراین لا هم پر پښو ولاړ دی."

په کیف کې د متحده ایالاتو سفارت پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل څځه شاوخوا دوه اونۍ مخکې تړل شوی و. روسي پوځیانو د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ.

په اوکراین کې د امریکا د سفارت د پرانستلو د خبر دمخه د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د رئیسې په ګډون یو شمیر امریکایي مقاماتو اوکراین ته سفر کړی و.

د جنوبي کوریا سفارت نن دوشنبه په کیف کې خپل کار بیرته پیل کړ او ټاکل شوې چې د سویډن سفارت د چهارشنبې په ورځ په اوکراین کې بیرته فعال شي.

له دې دمخه هنګری او بریتانیا په کیف کې د خپلو سفارتونو د فعالیت د بیرته پیل کولو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG