د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي: د ازادۍ لپاره جګړه کې د زیلینسکي ملاتړ کوو 


د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د خونې د رئیسې نانسي پلوسي په مشرۍ پلاوی په کیف کې د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د کتنې پر مهال
د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د خونې د رئیسې نانسي پلوسي په مشرۍ پلاوی په کیف کې د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د کتنې پر مهال

امریکایي او اوکرایني چارواکي وایي، د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د خونې رئیسې نانسي پلوسي د اوکراین په پلازمینه کیف کې د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په خبرو کې د اوکراین «د ازادۍ لپاره جګړې» ملاتړ وکړ.

فرانس پرس اژانس د اوکراین د جمهوري ریاست د یو ویدیویي پیغام له مخې رپوټ ورکړی چې آغلې پلوسي د یکشنبې په ورځ می اول (غوایي ۱۱) ښاغلي زیلینسکي ته وویل چې: «مونږ پدې باور یو چې تاسې سره په لیدنه کې د ازادۍ لپاره ستاسې د جګړې په خاطر مننه وکړو...زمونږ ژمنه ده چې تر هغه به چې جګړه پای ته ورسیږي، دلته له تاسې سره اوسو.»

د اوکراین ولسمشر په ټویټر لیکلي: «د متحده ایالاتو د مرستې څخه زمونږ د دولت د حاکمیت او د خاورې د بشپړتیا د ساتنې لپاره مننه کوو...متحده ایالات د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د ټینګ ملاتړ مشري کوي.»

اوکراین ته د امریکا د کانګرس د پلاوي سفر دمخه نه و اعلان شوی. د نانسي پلوسي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې: «زمونږ پلاوي په ویاړ سره دا پیغام ورکړ چې د امریکا له لورې [اوکراین سره] نور اضافي ملاتړ پداسې حال کې په لاره دی، چې مونږ هڅه کوو د ولسمشر جو بایډن د قوي مالي ملاتړ غوښتنه په یوې مقننه بستې باندې واړوو.»

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تیره اونۍ د اوکراین سره د وسلو د ملاتړ لپاره د ۳۳ میلیاردو ډالرو د یوې سترې بستې وړاندیز وکړ.

ښاغلي بایډن همداشان یو نوی قانون وړاندیز کړ چې د روسیې د یرغل په نتیجه کې د اوکراین د ویجاړیو د رغونې لپاره دې د هغو شتمنیو څخه استفاده وشي چې د کریملن د ملاتړو بډایو روسانو څخه نیول شوي دي.

اغلي پلوسي وویل کله چې بېرته امریکا ته ستانه شول د اوکراین د خلکو سره د به مرستې لپاره به د هر هغه څه ترسره کولو ته چمتوي وي، اړین دي، ځکه د هغه په خبره د اوکراین خلک «د خپل ولس او نړۍ لپاره د دومراسۍ څخه دفاع» کوي.

څو ورځې مخکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاعي چارو وزیران هم کیف ته تللي وو.

د دغه مطلب په لیکلو کې د فرانس پرس اژانس له راپور څخه ګټه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG