د پاکستان د پوځ لوی درستیز په هنگو کې د امریکا د ډرون هغه برید وغنده چې د حقاني د شبکې دوه غړي پکښې ووژل شول. لوی درستیز قمر باجوه وایي چې پاکستان پخپله د ترهگرو په ضد عملیات کولی شي.
په پېښور کې د ډان ورځپاڼې خبریال اسماعیل خان وایي چې امریکا په هغو ترهگرو حملې کوي چې پوهیږي پاکستان به یې په ضد اقدامات ونکړي.
پام وکړئ د اسماعیل خان سره د نزرانې یوسفزۍ پوره مرکې ته
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.