د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په اقتصاد کې ۱۵۵ زرو خلګو ته وظیفې پیدا شوي دي


د امریکا په اقتصاد کي د تیر کال د ډیسیمبر په میاشت کي ١٥٥ زره خلکو ته کارونه پیدا شوي وو، په داسي حال کي چي د بیکارۍ سطح ٧،٨ فیصده ته را ټییټه شوې وه.

د کار او کارگر د وزارت د جمعې د ورځي په رپوټ کي ویل شوي دي چي زیاتره دغه نوي کارونه په صنایعو، تعمیراتو او روغتیایي خدماتو کي منځ ته راغلي دي.

د حکومت کارپوهانو د بیکارۍ سطح چي په دې رپوټ کي یې ذکر سوی دی، د هغې د یوې میاشتي مخکنۍ سطح سره مقایسه کړې چي ٧،٧ فیصده وه.

همدا اوس د امریکا په متحده ایالاتو کي څه د پاسه ١٢ ملیون کسه بیکاره دي.

د جمهوررئیس براک اوباما د اقتصادي صلاکارانو د شورا رئیس ( ایلن کروگر) وایي چي د بیکارۍ د سطحي د را ټیټیدو لپاره باید چي ډیر کار وسي، مگر دغه نوی رپوټ ښئي چي اقتصاد مخ په ښه کیدو دی.
XS
SM
MD
LG