د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په دوو نورو ایالتونو کې ګوندي انتخابات روان دي


نن د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د ګوندونو په انتخاباتو کې ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي په دوه ایالتونو کې سیالي کوي.

جمهوري غوښتونکي په جنوبي کارولینا او ډیموکراتان د نیوادا په ایالت کې په ګوندي انتخاباتو کې برخه اخلي.

د جنوبي کارولینا د ګوندي انتخاباتو نه وړاندې د جمهوري غوښتکونکو د مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ په هکله د نړۍ د کاتولیکانو د مذهبي مشر پوپ فرانسس څرګندونو غټ جنجال پیدا کړی.

پاپ ویلي وو هر هغه څوک چې د پلونو پر ځای دیوالونه جوړوي، په مسیحي مذهب نشي کېدی.

د عیسویانو د اوانجلیکانو مذهبي فرقه د جنوبي کرولانیا په ایالت کې د رایې ورکوونکو اکثریت برخه ده.

ښاغلي ټرمپ په خپلو انتخاباتي مبارزو کې ویلي وو، که ولسمشر شو، له متحدو ایالتونو د مکسیکو پر سرحد به دیوال جوړ کړي چې د ناقانونه کډوالو د راتګ مخه ونیول شي.

بل پلو بیا د ډیموکرات ګوند کاندیدان کوښښ کې د نیواډا په ایالت کې چې هسپانوي نژاده او تور پوستي امریکایان پکې زیات دي، د اقلیتونو رایې وګټي.

د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن او سناتور برني سنډرز د اقلیتونو سره لیدلي کتلي او هیله لري چې د هغوی ملاتړ به تر لاسه کړي.

د نیو همشایر په ګوندي ټاکنو کې ډونلډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې او سنډري برنرز بیا د ډیموکراتانو ډېرې رایې وګټلې.

اپل او انتخابات

جمهوري غوښتونکي مخکښ کاندید ټرمپ له خلکو وغوښتل چې د اپل له تولیداتو سره پرېکون وکړي ځکه چې دغې کمپنۍ د سان برناردینو د عام وژنې د پېښې له تحقیقاتو سره د مرستې لپاره د محکمې حکم له پامه غورځولی.

اپل وايي د داسې یوه سافټویر جوړول چې پر اساس یې حکومت وکولی شي د بریدګر رضوان فاروق د آیفون معلومات ترلاسه کړي، ښايي ټولو مشتریانو ته امنیتي خطر متوجه کړي.

د امریکا یوې محکمې د اپل له شرکت نه غوښتي چې د ښاغلي مراد آیفون دې ورته خلاص کړي او په هغه کې ټول ړنګ شوي معلومات دې هم بېرته راوګرځوي.

خو، اپل د دغه کار له کولو ډډه کړې ده.

ښاغلي فاروق له خپلې مېرمنې سره یو ځای په یو وسله وال برید کې د امریکا د سان برنادرینو په ښار کې ۱۴ امریکایان ووژل.

اوس د امریکا د فدرال پولیس هڅه کوي چې معلومه کړي، دغه ښځې او مېړه خو به له کومې ترهګرې ډلې سره اړیکه نه درلوده، خو د بریدګر ټیلیفون خلاصولی نشي.

XS
SM
MD
LG