د لاس رسي وړ اتصالات

سپينه ماڼۍ: د انتخاباتو حرمت ساتلو لپاره به د ټولو امکاناتو کار اخلو


په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي.
په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وایي جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او سپینې ماڼۍ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د خوندیتوبت لپاره بې ساري اقدامات کړیدي.

د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د جمعې په ورځ، سپټمبر ۴ (وږي ۱۴) خبریالانو ته وویل د "انتخاباتو د حرمت ساتلو لپاره به د ټولو امکاناتو نه کار اخلو".

ښاغلي اوبراین وویل "چینایانو، روسانو، ایرانیانو او هغوي چې نومونه یې تر اوسه افشا شوي ندي، ښکاره مو ورته ویلي که هر چا د امریکا په انتخاباتو کې لاس وواهه یا یې د لاس وهنې کوښښ وکړ، د ځانګړو عواقبو سره به مخ شي".

سپنې ماڼۍ د انتخاباتو د خوندیتوب ډاډ پداسې حال کې ورکوي چې د امریکا د کورني امنیت په تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ، پکې ویلي و چې روسیه په خلکو کې دا ویره خپروي چې ښایي د پوستې د لارې د رایې د ورکولو په خاطر به د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټګي برګي وشي.

د کورني امنیت وزارت په راپور کې ویل شوي چې د روسیې ناوړه نفوذ کوونکي د ۲۰۲۰ کال د مارچ د میاشتې راهیسې د رایې ورکولو د نوې پروسې او د پوستې د لارې د رای ورکولو په پروګرامونو کې د انتخاباتو د شفافیت په اړه اندیښنې راپاروي.

پدې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې احتمال لري روسیه به د پوستې د لارې د رای ورکولو او د کویډ نولس د وبا په خاطر د انتخاباتو په پروسې کې د بدلون له وجې انتقادونو ته نور هم زور ورکړی چې د انتخاباتو په پروسې د عامو خلکو باور کمزوری کړي.

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ هم د پوستې د لارې د رای ورکولو په پروسې څو ځله انتقادونه کړي. ښاغلي ټرمپ د جون په میاشت کې په ټویټر کې لیکلي و چې " د پوستې د لارې د رایې ورکولو له وجې به ښایي په انتخاباتو کې داسې درغلي وشي چې د امریکا په تاریخ کې ساری ونلري".

خو د دغو اندیښنو سره سره، امریکایي چارواکو ژمنه کړې چې د نومبر د میاشتې د جمهوري ریاست انتخابات به د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو شفاف انتخابات وي.

د امریکا د استخباراتو او د قانون د تطبیق د ادارو چارواکو هم ویلي چې تر اوسه هیڅ داسې استخباراتي معلومان نشته چې وښیي کوم بهرنی هیواد یا په امریکا کې دننه کوم څوک د پوستې د لارې د رای ورکولو هڅه کوي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټګي برګي وکړي.

په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي. د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید، برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او د دیموکرات ګوند کاندید د مخکني جمهور رئیس براک اوباما مرستیال جوبایډن دی.

XS
SM
MD
LG