د لاس رسي وړ اتصالات

منځمهاله ټاکنې؛ د امریکا کانګرس څه واکونه او څومره غړي لري؟

د امریکا کانګرس دوه مجلسونه لري چې د استازو مجلس او د سنا مجلس دی. د استازو مجلس ۴۳۵ څوکۍ لري چې دا په ټولو پنځوسو ایالتونو د هغوی د نفوسو پر اساس ویشل شوي دي.

د سنا مجلس بیا ۱۰۰ څوکۍ لري چې د هر ایالت څخه سنا مجلس ته دوه سناتوران استول کیږي. د سنا د مجلس د استازو کاري دوره شپږ کلنه ده خو د استازو د مجلس غړي بیا د دوو کلونو لپاره ټاکل کیږي.

د دواړو مجلسونو غړي د بیا ټاکل کیدو محدودیت نلري او هر څومره چې وغواړي ځانونه کاندید کړي او خلک رایه ورکړي کولی شي بیا دې مجلسونو ته راشي.

د سږ کال په منځمهالو ټاکنو کې د استازو د جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او د سنا مجلس یوزاې ۳۵ څوکۍ انتخاباتو ته وړاندې شوي دي.

د یادونې وړ ده کوم کسان چې په دې ټاکنو کې بریالي کیږي، د ۲۰۲۷ کال د جنوري په دریمه نیټه به د لوړې مراسمو پرځای کړي.

اوسمهال جمهوري غوښتونکي د کانګرس په دواړو مجلسونو کې اکثریت دي او دیموکراتان هڅه کوي چې دا بدل کړي.

د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکي ۲۱۸ چوکۍ لري او یو خپلواک کاندید هم د هغوی سره ولاړ دی. دموکراتان بیا ۲۱۴ څوکۍ لري. خو په سنا کې جمهوري غوښتونکي ۵۳ او دموکراتان ۴۷ څوکۍ لري.

د کانګرس مسوولیتونه څه دي؟

کانګرس یا مفقننه قوه د فدرال دولت یوه څانګه ده. کانګرس د امریکا په اساسي قانون کې خپلې مشخصې دندې یا مسولیتونه لري.

کانګرس د فدرال قوانینو په تصویب سربیره د دولتي ادارو او پروګرامونو لپاره د بودیجې د تنظیم، د ولسمشر په ګډون د حکومتي چارواکو، سفیرانو او د سترې محکمې د قاضیانو په استیضاح سربیره، د جګړې د اعلان صلاحیت هم لري.

ښکاره ده کوم ګوند چې په کانګرس کې اکثریت وي نو د قوانینو په تصویب، د قوانینو په جوړیدو، د بودیجې په تخصیص او د فدرال حکومت د چارواکو د ټاکل کیدو په ګډون مهم مسوولیتونه لري.

امریکا فدرالي سیستم لري چې صلاحیتونه په فدرال حکومت او ایالتونو باندې ویشل شوی دی. ایالتونه د پولیسو او ښوونځیو په ګډون د یو شمیر برخو د ترتیب او تنظیم واک لري، ایالتونه بیا والیان لري چې هغوی هم په منځهاله ټاکنو کې ټاکل کیږي.

کومو ایالتونو کې سیالي ډیر نږدې ده

ښکاره ده چې د امریکا په پارلماني ټاکنو کې له وړاندې د یو زیات شمیر ایالتونو د ګټونکو اټکل کیدای شي خو په دې منځ کې یو شمیر ایالتونه شته چې هر ځل پکې رقابت ډیر نږدې وي.

د سنا لپاره دا ځل، ایووا، الاسکا، کنساس، میشګن، مین، اوهایو او تکساس هغه ایالتونونه دي چې رقابت پکې ډیر نږدې دی او ددې اټکل نشي کیدای چې څوک ګټونکی کیږي، د هر کاندید د بریا چانس موجود دی.

د استازو جرګې لپاره هم په یو شمیر ایالتونو کې سخت رقابت موجود دی. کالیفورنیا، کولراډو، فلوریډا، مین، مشیګن ، شمالي کارولینا، نیوجرسي، نیویارک، اوهایو، پنسلوانیا، تکساس، ویرجینیا او ویسکانس هغه ایالتونه دي چې په یو شمیر ناحیو کې یې رقابت ډیر نږدې بلل کیږي.

کالیفورنیا د استازو د جرګې لپاره ۵۲ استازي لري او ددغه ایالت په یو شمیر ناحیو کې رقابت ډیر سخت دی.

ددغو ۵۲ استازو څخه ۴۳ دیموکراتان دي، اته جمهوري غوښتونکي او یوه څوکۍ د یو خپلواک استازي سره ده.

یاد ایالت له ټاکنو مخکې خپلې انتخاباتي حوزې له سره ترتیب او تنظیم کړې او په پنځو نویو رامنځ ته شویو ناحیو کې یې دیموکراتانو ته برتري ورکړه.

د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې دیموکراتانو وکړای شول چې درې چوکۍ له جمهوري غوښتونکو وګټي.

تګساس ایالت د استازو د جرګې لپآره ۳۸ څوکۍ لري چې ۲۴ یې د جمهوري غوښتونکو او ۱۳ یې د دیموکراتانوسره دي.

تګساس یو له هغو نهو ایالتونو څخه دی چې د ۲۰۲۶ کال تر ټاکنو مخکې یې خپلې انتخاباتي حوزي له سره ترتیب او تنظیم کړې.

د کانګرس د چوکیو پر سیالي سربیره، د امریکا د پنځوسو ایالتونو څخه په ۳۶ کې د والیانو رقابت هم ترسره کیږي.

اوسمهال ۲۶ والیان جمهوري غوښتونکي او ۲۴ دیموکراتان دي چې هر ګوند د والیانو اتلس اتلس څوکۍ رقابت ته وړاندې شوي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG