د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان نن خپل نوی ولسمشر ټاکي


د امریکا د پیو تحقیقاتي مرکز وايي چې نږدې ۲۲۶ میلیونه امریکايان د رایې ورکونې حق لري او یا واجد شرایط دي
د امریکا د پیو تحقیقاتي مرکز وايي چې نږدې ۲۲۶ میلیونه امریکايان د رایې ورکونې حق لري او یا واجد شرایط دي

د سه شنبې ورځ د نومبر په اتمه د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات کیږي. دوه کاندیدان هیلري کلنټن او دونلډ ترمپ له یو بل سره سیالي کوي، چې ګټونکې/ګټونکی به یې د متحدو ایالتونو پنځه څلویښتم ولسمشر یا ولسمشره وي.

دا چې متحده ایالتونه یو کرنیز هېواد دی نو د موسم له پلوه د نومبر اتمه نېټه د عمومي انتخاباتو لپاره ټاکل شوې ده. په دې وخت کې موسم ښه وي، ډېر بارانونه او واورې نه وي، ډېر خلک له کلیو او بانډو نه ښارونو او نورو سیمو ته ځي چې رایې ورکړي.

څومره کسان رایې ورکوي

د امریکا د پیو تحقیقاتي مرکز وايي چې نږدې ۲۲۶ میلیونه امریکايان د رایې ورکونې حق لري او یا واجد شرایط دي چې د امریکايي رسنیو په حواله شاید ۶۵فیصده یې رایه ورکړي.

په دغې ډلې کې وار د مخه څه باندې ۴۲ میلیونه امریکایانو رایې ورکړي دي، چې په خپله ولسمشر اوباما هم په کې شامل دی.

د متحدو ایالتونو د مرکزي احصایې د ارقامو له مخې په امریکا کې څه باندې درې میلیونه مسلمانان دي، چې شاوخوا یو میلیون یې رایې ورکوي.

په ټولې امریکا کې د رایې اچونې ۵۳۸ انتخاباتي حوزي دي چې، هر چا ۲۷۰ وګټلې ولسمشر کیږي. که مساوي شول، د امریکا د استازو خونه یې بیا ګټونکی ټاکي.

په همدې ورځ د استازو د خونې د ۴۳۵ څوکیو او د سنا د یوې برخې لپاره هم انتخابات کیږي.

د انتخاباتو په ورځ څه کیږي؟

د امریکا په پنځوسو ایالتونو او د واشنګټن ډي سي په ښار کې د رایو مرکزونه پرانیستل کیږي.د ځینو ایالتونو وختونه له یو بل سره توپیر لري، مګر د امریکا پر مهال د سهار د شپږو او اوو بجو ترمنځ د رایو مرکزونه پرانیستل کیږي او د ماښام په اوو/اتو بجو تړل کیږي. ټاکل شوې چې د ایوا او شمالي دکوتا په ایالتونو کې به د رایومرکزونه د شپې تر نهو بجو پرانیستي وي. لومړنی مرکز به د امریکا پر مهال د ماښام په شپږو بجو بند شي.

لومړنۍ نتیجه په کوم ځای کې اعلانیږي؟

نیوهمپشایر او ډکسویلي نوچ هغه سیمې دي چې د متحدو ایالتونو د نورو ایالتونو او سیمو څخه شاوخوا ۲۴ ساعتونه مخکې د انتخاباتو نتایج اعلانوي. په ډکسویلي نوچ کې په دودیز ډول خلک د نورو مرکزونو تر پرانیستلو مخکې په نیمه شپه کې رایې ورکوي، چې د رایې اچونې له خلاصېدو یوه دقیقه وروسته نتیجه اعلانیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG