د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا انتخابات: پولیسو یوې انتخاباتې حوزې سره نږدې دوه تنه نیولي


د پنسلوانیا په ایالت کې د رایو د شمیرلو یو مرکز.
د پنسلوانیا په ایالت کې د رایو د شمیرلو یو مرکز.

پولیسو د امریکا د پنسلوانیا ایالت مرکز، فلاډیلفیا انتخاباتي حوزې سره نږدې دوه تنه نیولی. د پنسلوانیا په ایالت کې لا هم د رایو شمیرل پای ته ندی رسیدلي او تر اوسه معلومه نده چې کوم کاندید به دغه ایالت وګټي.

د پنسلوانیا ایالت ۲۰ انتخاباتي رایې لري.

په سیمه کې مطبوعاتو خبر ورکړی و چې د وسله والو یوه ډله د فلاډلفیا انتخاباتي حوزې ته د تلو په حال کې وه. پدې مرکز کې د رایو شیمرل دوام لري. پولیسو د خبر د خپریدو نه څو ساعته وروسته دوه تنه اتخاباتي حوزې سره نږدې نیولي.

په پیښه کې چا ته زیان ندی رسیدلی.

پولیسو د دې کسانو د هویت په هکله څه ندي ویلي او دا هم نده معلومه چې دغه دوه کسان د کوم هدف لپاره دې اتخاباتې حوزې ته نږدې شوي و. خو د پنسلوانیا ایالت د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یو مهم فیصله کوونکی ایالت بللل کیږي.

په امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د سه شنبې په ورځ وشول خو لا هم په څلورو مهمو ایالتونو کې د رایو شمیرل روان دي. برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د رایو په شمیر انتقاد کړی او په عاجله توګه یې د بندیدو غوښتنه کړې.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د پنسلوانیا په ایالت کې په ډیرې لږې فیصدۍ د دیموکرات ګوند د کاندید جوبایډن نه وړاندې دی خو لا هم پدې ایالت کې د رایو شیمرل پای ته ندي رسیدلي او وروستۍ نتیجه هم نده معلومه.

XS
SM
MD
LG