د امریکا د متحده ایالتونو انتخابات اوږده لړۍ لري. انتخاباتی مبارزې د رایې ورکونې له ورځ څخه شاوخوا دوه کاله مخکې د کاندیدانو له خوا پیل کیږي. د انځورونو په دغې مجموعه کې د امریکا د متحده ایالتونو د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو انتخاباتو پر لومړنیو او ګوندي سیالیو یو نظر اچوو.
د امریکا د متحده ایالاتونو انتخابات په انځورونو کې

۱
سپینې ماڼۍ او د امریکا د متحده ایالتونو د جمهوری ریاست مقام ته د رسیدو لپاره انتخاباتی سیالي د ۲۰۱۵ کال په لومړیو میاشتو کې د کاندیدانو تر منځ پیل شوه. د جمهوری غوښتونکو د ګوند ۱۷ تنو غړو او د دیموکرات ګوند ۶ تنو غړو ځانونه په انتخاباتو کې کاندید کړې وه.

۲
په سر کې د جمهوري خوښتونکو د ګوند مشرانو د امریکايي ملیارډر، دانلډ ټرمپ کاندیدیدل یوه شوخي بلله او همدارنګه ډیرو امریکایانو داسې فکر کاوو چې هغه به په لومړنیو سیالیو کې ماته وخوري.

۳
دانلډ ټرمپ خپلې انتخاباتي مبارزې د مسلمانانو او په امریکا کې د غیر قانوني کډوالو په اړه له جنجالي څرګندونو سره پیل کړې.

۴
دانلډ ټرمپ سره له دې چې یو جنجالي کاندید بلل کیده، د جمهوري غوښتونوکو کاندیدانو سره د سیالۍ په وخت کې په ډیرو تر سره شویو نظر پوښتونو کې له خپلو ټولو سیالانو څخه مخکې وو.