د لاس رسي وړ اتصالات

ایا له رای پاڼې سره سیلفي اخیستل جرم دی؟ 


پداسې حال کې چې امریکایان د نوامبر پر ۸ د نوي جمهور رئیس د انتخاب لپاره په عمومي ټاکنو کې د رایه ورکولو چمتوالی نیسي، له رای پاڼې سره - له انتخاب وروسته - د سیلفي‌ عکس اخیستل پراخ بحثونه رامنځته کړي‌ دي.

په دې اړه مختلف نظرونه موجود دي چې هم یې رای ورکوونکو او هم یې د انتخاباتو کارکوونکیو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

د فدرال قاضیانو د امریکا په نیوهمشایر او انډیانا ایالتونو کې په انتخاباتي مرکزونو کې د رایې ورکولو پر مهال پر سیلفي اخیستلو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي دي.

همدغه راز په کلفورنیا او رودي ټاپو کې په دې برخه کې ځینې اصول تعدیل شوي دي، خو په ډېرو نورو ایالتونو کې دا کار لا هم غیر قانوني دی چې سزا یې نقدي جریمه او بند دی.

د اسوشیټډ پرس د راپور په اساس د امریکا په ۱۸ ایالتونونو کې د رایې پاڼې د تصویر خپرول د قانون خلاف کار دی، په شپږو نورو ایالتونو کې بیا په انتخاباتي حوزو کې د تصویرونو اخیستل منع دي.

هغه ایالتونه چې د رای پاڼو د تصویرونو اخیستل او خپرول غیر قانوني بولي، اندېښنه لري چې شاید دغه کار د رایې اچونې د بهیر حیثیت زیانمن کړي او په غیر مستقیم ډول یو کاندید ته کمپاین کول دي. خو ځينې نور بیا وايي چې داسې اسناد نشته چې دا خبره ثابته کړي.

د امریکا د اوماها د نبراسکا ۳۳ کلن اوسېدونکی نیکولا جوردان وايي له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهېسې دا ډول تصویرونه اخلي او خپروي. هغه په دې باور دی چې له دې لارې یوازې دا نه چې خپل نظر له نورو سره شریکوي بلکې د رایې اچولو او مدني فعالیت پر ارزښت ټېنګار کوي

هغه په خندا وویل " لس کاله کیږي چې دا کار کوم، خو خبر نه وم چې غیر قانوني دی. دا کار یوازې د دې لپاره دی چې نور خلک رایې اچونې ته وهڅول شي او پوه کړل شي چې غږ یې اورېدل کیږي. "

په همدې حال د کلوراډو په ایالت کې یو شمېر کسانو ته د پوست له لارې د رایې اچونې پاڼې استول شوې او هغوی هم د دغو پاڼو تصویرونه اخیستي او پر ټولنیزو رسنیو یې خپاره کړي دي.

په امریکا کې د مدني ازادیو د ټولنې مشر، ګیلیس بیسو، له رای پاڼې سره پر تصویر اخیستلو او د هغه پر خپرولو بندیز ناسم بولي او ټېنګار کوي، چې باید د امریکا د اساسي قانون له مخې د بیان ازادي وساتل شي.

هغه وايي زاړه قوانین چې معاصره تکنالوژي په کې نشته، باید د نوې تکنالوژۍ د مخنیوي لپاره ونه کارول شي. په اصل کې د ده په خبره پر سیلفي اخیستلو بندیز د بیان او فکر د ازادۍ ضد کار دی.

ټاکل شوې چې د نومبر په اتمه د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست عمومي انتخابات وشي. د شمېرو له مخې په امریکا کې ۷۸ په سلو کې کسان له ټولنیزو رسنیو کار اخلي، خپل تصویرونه، شخصي نظریات او خبرې خپروي.

د پیو په نامه یو امریکايي تحقیقاتي مرکز وايي د ۲۰۱۶ کال انتخاباتو ته ۱۴۶ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي چې رایه واچوي. ۶۸ په سلو کې رایه ورکوونکي په ټولنیزو رسنیو فعاله ښودل شوي.

XS
SM
MD
LG