د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ټاکنو په مرکزونو کې د سیلفي عکس قوانین


هر څوک کولی شي چې په خپلو تلیفوني کامرو کې د خپل ژوند مهمې پیښې او شیبې ثبت کړي، خو په امریکا کې د ټاکنو په ورځ ځینې ناخبره خلک کیدای شي له قانوني ستونزو سره مخ شي.

په دې شلو ایالتونو کې د رایو په مرکزونو کې د سیلفي اخیستل منع دي:

کنیټکټ، هووایي، ایډاهو، انډیانا، کېنټکي، لوزیانا، مېن، میشیگن، مېنیسوټا، مونټانا، نبراسکا، نیو هامشیر، شمالي ډکوټا، اورېگن، روډ ایلنډ، یوټا، ویرمانټ، ویرجینیا، واشنگټن او ویامینگ.

په دې اولسو ایالتونو کې د رایې اچولو پر مهال د سیلفي عکس اخیستل اجازه لري:

الاباما، الاسکا، کولاراډو، فلوریډا، جورجیا، الینای، کینساس، ماسیچوسټس، میسیسپي، نواډا، نیوجرسي، نیومکسیکو، نیویارک، شمالي کارولینا، جنوبي کارولینا، جنوبي ډکوټا او ویسکانسن.

لاندې شپږ ایالتونه د رایو په مرکزونو کې د سیلفي په اړه ځانگړې قوانین لري:

ایوا: د رایو مرکزونو ته د کامرې، تلیفون او یا بلې کومې الیکترونیکي الې د وړلو اجازه نشته خو هغه کسان چې د پوستې له لارې رایه اچوي، هغه د پاڼې عکس اخیستلی شي.

مریلنډ: د رایو مرکزونو ته د الیکترونیکي الاتو وړل منع دي، خو پوستي رایې پاڼې عکس اخیستل منع نه دي.

ټینیسي: رای ورکوونکې د رایو په مرکزونو کې هیڅ ډول انځور نه شي اخیستلی، خو د پوستي رای پاڼې په اړه ایالتي قانون گونگ دی.

تکساس: د رایو د مرکزونو په پنځه دیرش میترۍ کې هر ډول عکاسي منع ده. خو د پوستي رایې پاڼې عکس اخیستل پرواه نلري.

ویسټ ورجینیا: د رایې اجولو کوټې ته د الیکترونیکي الاتو وړل منع دي خو قانون د رایو پاڼو د نورو ډولونو په اړه څه نه وایي.

په اوه ایالتونو کې د رای پاڼې سره یو ځای د سیلفي په اړه قانون واضح نه دی:

ارکنساس، کالیفورنیا، ډیلاویر، میزوري، اوهایو، اوکلوهوما او پنسلوانیا.

XS
SM
MD
LG