د لاس رسي وړ اتصالات

په کلفورنیا کې د دونلډ ترمپ پر ضد مظاهره شوې ده


یو مظاهره کوونکي وویل د ترمپ کرکجنو خبرو پارولی دی
یو مظاهره کوونکي وویل د ترمپ کرکجنو خبرو پارولی دی

د امريکا د کليفورنيا ایالت د سان ډياګو په ښار کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید، دونالډ ترمپ، پلویانو او د هغه مخالفانو شخړه کړې ده.

ښاغلي ترمپ په دغه ښار کې په یوې غوندې کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې، چې شاوخوا زر مخالفان یې د باندې راټول شول او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د سن ډیاګو ښار د مکسیکو د سرحد په شاوخوا ۲۴کیلو مېترۍ کې دی او د ترمپ مخالفانو هم د امریکا او مکسیکو بیرغونه په لاسونو کې پورته کړي او نیولي وو.

يو مظاهره کوونکي، مارتها ميک فيل، وویل" دونلډ ترمپ د نفرت څخه د کرکجنو، نسل پالنې، کبر او نه زغمم ډکو خبرو پر ضد راوتلی او مخالف یې دی".

خو د هغه یو پلوي، هان سين وویل” زمونږ پلار به تل ويل چې مونږ ته يو تاجر ولسمشر پکار دى، مونږ دهغه تګلارې خوښو.“

پولیسو درې کسان نیولي دي، چې په خبره یې دوه یې هغه کسان دي، چې د غونډې د باندې جوړ شوي خنډونه مات کړي او ترې تېر شوي، همدغې پېښې اخ ډوب ته لاره هواره کړه او مظاهرچیانو پولیس هم د اوبو په بوتلونو ووېشتل.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د فرنسو په ښار کې هم د ترمپ مخالفانو د هغه پر ضد مظاهره کړې وه.

XS
SM
MD
LG