د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري او ولسمشر اوباما ټرمپ سره د همکاریو ژمنه وکړه


نوی منتخب ولسمشر به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ د وفادارۍ لوړه کوي
نوی منتخب ولسمشر به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ د وفادارۍ لوړه کوي

د امریکا جمهور رئیس د امریکا منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې وویل "په پای کې مونږ ټول د یو ټیم غړي یو".

بارک اوباما د ښاغلي ټرمپ د بریالیتوب له اعلان وروسته له هغه سره په سوله ییزه توگه د واک د انتقال په اړوند چې هغه یې "د دموکراسۍ غوره نمونه" وگڼله، خبرې کړي دي. هغه وویل چې د ښاغلي ټرمپ د خبرو په اوریدو څه په مستقیم تلیفوني تماس کې او څه هم د هغه په وروستۍ وینا کې پوره هڅیدلی دی.

منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ له بري وروسته په خپله وینا کې وویل چې د هغو کسانو په گډون چې ده ته یې رای نه دي ورکړي، د ټولو امریکایانو جمهور رئیس به وي

ښاغلي اوباما د هغه جدایی د له منځه وړلو په هکله چې د امریکا د انتخاباتو په ترڅ کې رامنځ ته شوی وویل چې "یو اړخ باید د انتخاباتو بایلونکی اوسي. خو بله ورځ باید ټول دا ومني دوی یوه ټوټه دي او مخکې له دې چې دموکرات یا جمهوري غوښتونکي اوسي، هغوی امریکایي دي".

د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د ډموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن رسمآ خپله ماتې ومنله او دونالد ټرمپ ته یې مبارکي ورکړه. میرمن کلنټن د انتخاباتو له نتیجې شاوخوا ۱۲ ساعته وروسته په نیویارک کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.

هغې وویل چې ښاغلي ټرمپ ته یې مبارکي ورکړې او ډاډ يې ورکړ چې د اړتیا پر مهال به له نوموړي سره ګډ کار او همکاري کوي. هیلري کلنټن له خپلو ټولو کمپاین کوونکو مننه وکړه چې څه باندې یوه کال راهېسې یې ورسره منډې ووهلې.

هیلري وویل چې د دوی مبارزه او کمپاین د متحدو ایالتونو او امریکانو د ملي ګټو لپاره وه او ده او دا مبارزه دلته نه ختمیږي او په خبره یې د ژوند تر پایه به روانه وي.

په همدې حال کې ولسمشر اوباما هم یو ځل بیا ښاغلي ترمپ ته مبارکي ورکړه او د همکارۍ ډاډ او ژمنه یې ورکړه. ښاغلي اوباما له خپل مرستیال جوبایډن سره یو ځای په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته خبرې وکړې.

هغه وویل سره له دې چې له ښاغلي ټرمپ سره په ځینو مسایلو کې د نظر اختلاف لري، خو اوس هغه د امریکا ولسمشر دی او ټول امریکایان د بري هیله کوي.

ټاکل شوې چې نوي منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په شلمه د متحدو ایالتونو لپاره د خدمت لوړه وکړي. هغه د امریکا پنځه څلوېښتم ولسمشر دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG