د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړې ده


امریکا د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړې ده
امریکا د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړې ده

د امریکا حکومت د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې د بهیر نه په دوامداره توګه ملاتړ کوي. د امریکا ولسمشر او د باندنیو چارو وزیره د پخلاینې د بهیر د پایلو او شرایطو په برخه کې واضیح دریځ لري هغه دا چی طالبان او نورې یاغي ډلې باید د تشدد نه لاس واخلي، د القاعدې د ترهګریز سازمان سره اړیکې وشکوي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د ښځو او قومي اقلیتونو حقوقو ته احترام وکړي.

د امریکا متحده ایالات په سیمه کې په بیلابیله کچه پراخې اړیکې لري چې ددغو هڅو ملاتړ وکړي خو تر ټولو اړینې او مهمې خبري اترې هغه دي چې د خپلو افغانانو ترمنځ وشي. د امریکا متحده ایالات د افغانستان د حکومت څخه په دې برخه کې ملاتړ کوي.

لکه څنګه چې د باندنیو چارو وزیرې کلینټن وویل د افغانستان خلګ به د دې نه پر شا ولاړ نشي نه به و بیریږي چې یوه سوله ایزه او ډیموکراته راتلونکې د خپل هیواد دپاره ولري او مونږ به په دوامداره توګه د دوي ددغو هڅو نه ملاتړ وکړو.

XS
SM
MD
LG