د لاس رسي وړ اتصالات

جان باس: راتلوونکو میاشتو کې افغانان باید جوړ جاړي ته چمتو اوسي


کابل کې د امریکا سفارت د جولای څلورمه د امریکا خپلواکۍ ۲۴۳ مه کلیزه د چچهارشنبې په ورځ ولمانځله.
کابل کې د امریکا سفارت د جولای څلورمه د امریکا خپلواکۍ ۲۴۳ مه کلیزه د چچهارشنبې په ورځ ولمانځله.

افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان باس د امریکا د خپلواکۍ د دوه سوه درې څلویښتمې کلیزې مراسمو ته په وینا کې راروانې میاشتې د افغانستان د راتلوونکي لپاره خورا مهمې وګڼلې او پر افغانانو یې غږ وکړ، چې هغوی دې طالبانو سره یو جوړ جاړي ته رسیدلو ته ځانونه چمتو کړي.

ښاغلي باس وویل " لکه تاسو، چې راتلوونکو څو میاشتو ته ګورئ، میاشتې، چې د یو سیاسي هواري او د هیواد د نوي مشر د ټاکلو فرصتونه به له ځان سره ولري، تاسو باید جوړ جاړي ته چمتو اوسئ".

د سفیر جان باس دا وینا کابل کې د امریکا د سفارت پر ویب پاڼه خپره شوې ده.

ښاغلي باس وویل، چې د امریکا متحده ایالات او د دغه هیواد د ناټو متحدین او نور نړیوال همکاران یې، هغه ستونزې، چې افغانان یې نن ډیر سره ویشلي نشي حل کولی او دا ستونزې افغانان یوازې په ګډ کار سره حل کولی شي.

سفیر جان باس وویل " مونږ د جمهوري ریاست د ټاکنو د اعتبار وړ پایلو د لرلو ضمانت نشو کولی، یوازې تاسو دا کار کولی شئ او مونږ یې نشو کولی. پریکړه وکړئ، چې چیرته او څنګه تاسو باید د طالبانو سره جوړ جاړې ته د رسیدلو لپاره چمتو اوسئ او چیرته باید هغوی تاسو سره جوړ جاړي ته د رسیدلو لپاره چمتو اوسي، چې دا جګړه پای ته ورسیږي".

ښاغلي باس وویل، امریکا به په افغانستان کې د داسې حالت د راتللو لپاره ، چې د دغه هیواد ټول اوسیدونکي په سوله او عزت د ژوند کولو فرصت ترلاسه کړي تل د افغانانو ملګرې او همکاره پاتې شي.

سفیر جان باس په خپله وینا کې د امریکا د خپلواکۍ دمخه کلونو کې د دغه هیواد د خپلواکۍ د ګټلو د غورځنګ د مشرانو ترمنځ د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دغه غورځنګ ټول مشران د استعماري قوتونو څخه د خپلواکۍ پر اخیستلو موافق وو، خو کوم څه، چې د هغوی لپاره ډیر مهم وو او موافق پرې نه وو، هغه دا وو، چې څنګه خپل هیواد ادره کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر وویل،د نوې امریکا د جوړولو په سر خبرو کې د امریکا انقلابي ښځو غورځنګ غړو ونډه نه لرله.

هغه وویل یوه ترټولو لویه مسله، چې پرې د مشرانو ترمنځ موافقه ونشوه ،هغه د غلامانو مسله وه، چې پایله یې ۸۵ کاله وروسته د کورنۍ جګړې پیلدل وو.

د امریکا سفیر وویل، په دغه جګړه کې یوازې په یوه ورځ خلکو ته دویشت زره تلفات ورسیدل.

د امریکا سفیر وویل هغه مهال د امریکا نفوس هم د افغانستان د نفوس پر اندازه وو.

سفیر جان باس د امریکا د پخواني جمهور رئیس ابراهم لینکن د هغې وینا یادونه هم وکړه، چې هغه ویلي وو " امریکا به هیڅکله له بهر څخه ورانه نشي".

سفیر جان باس افغانانو ته هم وړاندیز وکړ، چې دوی هم باید له دغسې اندیښنو څخه الهام واخلي.

امریکایان هر کال د جولای په څلورمه خپله خپلواکې لمانځي. امریکایانو ۲۴۳ کاله وړاندې خپله خپلواکي اخیستې ده.

کابل کې د امریکا سفارت د خپل هیواد د خپلواکۍ کلیزه د جولای په درییمه د چهارشنبې په ورځ ولمانځله.

په دې مراسمو کې د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سربیره د افغان حکومت برحاله او د تیر حکومت پخوانیو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو، د پارلمان غړو او د ښخو او مدني ټولنې په سلګونو استازو ګډون کړی وو.

عبدالله عبدالله په دې مراسمو کې مشر میلمه په توګه برخه اخیستې وه، چې د سفیر جان باس وروسته یې دې غونډې ته وینا هم وکړه.

XS
SM
MD
LG