د لاس رسي وړ اتصالات

شورلیټ او فورډ کمپنیو په کابل کې نندارتون جوړ کړ


Supporters from the "No" Campaign celebrate as they hold up a Union flag, in Edinburgh, Scotland, Sept. 19, 2014.
Supporters from the "No" Campaign celebrate as they hold up a Union flag, in Edinburgh, Scotland, Sept. 19, 2014.
په کابل کې د امریکې سفارت د امریکایي موټرو نندارتون جوړ کړ. په دغه نندارتون کې د شاورلیټ او فورډ کمپنیوو موټرې نندارې ته ایښودل شوي وې. له دغه کار سره په افغانستان کی د دواړو کمپنیو پانګونه پیل شوه.

په کابل کې د امریکې د سفیر مرستیالې تینا کیدانو په یادشوي نندارتون کې ګډون کړې وو
میرمن تینا وایي په افغانستان کی د شورلیټ او فورډ په څیر د لوړو بیو موټرو خرڅلاو د دغه هېواد د ښه اقتصادي پرمختګ څرګندونه کوي. ،،
هغه څه چې تاسو نن دلته وینیْ د موټرو د یوه نندارتون نه خورا غټه خبره ده . دا د افغانستان د ښه اقتصادي پرمختګ څرګندونه کوي .اوس مهال افغانستان له اقتصادي اړخه ښه پرمختګ لري او دا ددې هیواد لپاره د یوه روښانه اقتصادي چاپیریال د را منځته کیدو ښه زیری دی.،،

میرمن تینا تینګار کوي چې افغانستان دا ظرفیتونه لري چی د نړۍ د سودا ګریزې ټولنی یوه ستره او قوي برخه وګرځي. د امریکې د سفیر مرستیاله په دغه لار کې هم له افغانستان د خپل هېواد د کلک ملاتړ خبر ورکوي او تر څنګ یې وایي چې نورې امریکایي کمپنۍ هم په افغانستان کې د پانګونې لیواله دي.

نوموړې د ایست هاروارد ، چیري بیریي، رادیو شک او ځینو نورو کمپنیو د لیوالتیا یادونه هم وکړه او ویې ویل چې دا چې افغانستان هر کال لس په سلو کې اقتصادي وده لري دا د بهرنیو پانګوالو لپاره د دغه هیواد د ښه چاپیریال زیرۍ ورکوي.

د شاورلیت او فورد موترو نمایندګي په ۲۰۰۹ کال کی په افغانستان کی پرانیستل شوې وه.
آر ام آی ګروپ په افغانستان کې د فورد او شورلیت موترو نمایندګي لری د دغه ګروب د خرڅلاو مدیر دیدیو نیومن وایي تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به د څه د پاسه ۲۵ ملیونو دالرو په ارزښت شورلیټ او فورد موترې افغانستان ته راوړل شي.

دیوید نیومن وایی په اوږد مهاله کی به دا کمپنۍ د افغانانو له خوا رهبری کیږي او افغانان به د افغانانو لپاره د دغی کمپنی له لارې کار کوي.،، په اوږد مهاله کې به دا کمپنۍ یوه افغانه کمپنۍ وي چې شورلیت او فورد موټرې به افغانانو ته ورکوي. موږ به له دوي سره هر ډول مرسته چې لازمه وي وکړو او پانګونه به وکړو.،،

که امنیت ښه سي د شورلیټ او فورډ کمپنۍ به په افغانستان کې فابریکې پرانیزي.

د نیومن په وینا اوس مهال به د دغو کمپنیو نمایندګي په افغانستان کې یواځی د موټرو د توزیع او خرڅلاو چاری په مخ وړي خو که په دغه هیواد کې امنیتي حالات ښه شي کیدای شي د ازبکستان په څیر افغانستان کې هم د موترو د تولید فابریکې پرانیستل شي .

په افغانستان کی د پانګونې لپاره دبهرنیو کمپنیوو او پانګوالو لیوالتیا دا ښيي چې دغه هېواد به تر ۲۰۱۴ ها خواهم یو ډاډمن ځای وي چې نړیوالی پانګې به ځانته راجلب کړي او د اقتصادي پرمختګ او بسیاینې لاره به په چټکۍ سره خپله کړي.

بهارت صابر – کابل
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG