د لاس رسي وړ اتصالات

۳۸ زره افغانان د مهاجرت په ځانګړو ویزو امریکا ته کډه شوي


امریکا د ۲۰۰۹ کال راهیسې هغو افغانانو ته چې د دغه هیواد پوځ او یا هم حکومت سره کار کړی، د ځانګړو ویزو پروګرام پیل کړی دی.
امریکا د ۲۰۰۹ کال راهیسې هغو افغانانو ته چې د دغه هیواد پوځ او یا هم حکومت سره کار کړی، د ځانګړو ویزو پروګرام پیل کړی دی.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت وايي، افغانانو ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو د ورکولو لپاره د نوو مرکو بهیر یې د دغه هیواد د کانګرس له خواد ایس آی وي په نوم د نوو ځانګړو ویزو د وړاندیز د تصویب پورې ځنډولی دی.

دا سفارت وايي، چې د مارچ له لومړۍ نېټې د ایس آی وي، یا د امریکا د مهاجرت د ځانګړو ویزو لپاره د د دغسې ویزې غوښتونکو سره مرکې درول شوي دي.

د امریکا سفارت چارواکي وايي، چې دوی د ایس آی وي پروګرام ندی بند کړی، بلکې د دغې پروګرام لپاره یې مرکې ځنډولي دي.

د امریکا د سفارت مرستیالې قونسلرې کیټ برټلیټ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل د ۲۰۱۶ ماليي کال په اوږدو کې د ایس آی وي پروګرام له لارې افغانانو ته تر ټولو زیاتې ویزې ورکړل شوي.

کیټ برټلیټ وویل "سږ کال یعنې د ۲۰۱۶ میلادي کال زمونږ په ماليي کال کې دوولس زره او اته اتیا د امریکا د مهاجرت ځانګړې ویزې افغانانو ته ورکړل شوي، چې دا د ایس آی وي د پروګرام په تاریخ کې ترټولو زیاتې ویزې دي چې ورکول کیږي".

د امریکا د سفارت دغې مامورې وویل چې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې ۱۴۰۰ د امریکا د مهاجرت ځانګړې ویزې لا پاتې دي، چې د جون تر لومړۍ نېټې پورې به یې کارونه بشپړ کړي.

هغې وویل پنځلس زره د ایس آی وي غوښتونکو دوی ته غوښتنلیکونه سپارلي دي او همدا د ټولو پنځلس زره ویزه غوښتنونکو په غوښتنلیکونو کار روان دی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ جان مکین او د امریکا د سنا څو نورو سناتورانو داسې لایحه وړاندې کړه، چې که ومنل شي نو ۲۵۰۰ نورې اضافي ویزې به هغو افغانانو ته ورکړل شي، چې د امریکا د پوځ یا حکومت خدمت یې کړی دی.

د امریکا د سفارت مرستیال ویاند کوین اوکانر وايي" مونږ هغو ته چې د امریکا له حکومت سره یې کار کړی تعهد لرو، د جان مکین او نورو سناتورانو لخوا ددې لایحې وړاندې کول یو مثبت ګام دی".

د امریکا د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوی او تر دې دمه ۳۸ زره افغانانو ددې ویزو نه ګټه اخېستې ده.

په پام کې ده، چې دا پروګرام به د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډيسمبر تر یودېرشمې پورې دوام ومومي.

د ولسمشر ټرمپ اجرائیوي فرمانونه

د امریکا سفارت وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرت په اړه اجرائیوي فرمانونه پر افغانانو د تطبیق وړ نه دي او افغانستان ددغو اجرائیوي فرمانونو برخه نه دی.

د امریکا د سفارت مرستیال ویاند کوین اوکانر امریکا غږ ته وویل" هغه افغانان چې د اعتبار وړ ویزې لري، که دا د سیاحت، زده کړې یا هر ډول ویزې وي هر وخت چې وغواړي امریکا ته تللی شي".

هغو کسانو چې ایس آی وي ته غوښتنلیکونه سپارلي، د امریکايي سناتورانو د وروستۍ لایحې له وړاندې کولو خوښ دي او وايي چې د دوی د ویزو په ټپه درېدلی بهیر به ژوندی کړي

XS
SM
MD
LG