د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې د نفتو پر پیسو د بندیزونو استثنا وغځوله


واشنګټن د سه شنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي‌۲۴) وویل اجازه به ورکړي چې د ډسمبر تر پنځمې نیټې پورې د روسیې د انرژۍ پیسې ورکړل شي.

متحدو ایالتونو ددغه کار دلیل د اوکراین په وړاندې د روسیې د برید د غچ اخیستلو په هدف په بشپړ ډول د مسکو د طبیعي ګازو د تحریم لپاره د اروپايي هیوادونو پوره چمتوالي ښودلی دی.

د امریکا د ځپونکو مالي بندیزونو دغه استثنا چې روسیه یې د نړۍ د مالي سیستم له اکثریت برخې څخه محرومه کړې، ټاکل شوېده د جون په ۲۴ نیټه پای ته ورسیږي.

د امریکا د خزانې وزارت یو ویاند د فرانسې خبري‌ آژانس ته وویل د استثنا په غځیدو سره به د روسیې پر خامو نفتو د امریکا مقررات او د اروپايي ټولنې بندیزونه په همغږي ډول عملي شي.

نوموړي زیاته کړه:"دا جواز به زموږ د شریکانو له ائتلاف سره د یو منظم انتقال په رامنځ ته کیدو کې مرسته وکړي څو د روسیې پر انرژۍ خپله اتکا کمه کړي ځکه موږ د کرملن د عوایدو د سرچینو د محدود کولو لپاره هڅه کوو."

د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو هیوادونو د مې میاشتې په وروستیو کې د بندیزونو په شپږو بستو توافق وکړ څو د روسیې د نفتو اکثریت واردات بند کړي، خو هنګري ته یې د ګازو د نل لیکي له لارې د خامو نفتو لیږد استثنا کړ.

امریکا له وړاندې د روسیې پر تیلو بندیز لګولی دی، خو اروپايي هیوادونه د مسکو پر نفتو ډیر متکي دي.

انرژي د ولادمیر پوتین د حکومت د عوایدو لویه سرچینه ګڼل کیږي او غربي هیوادونه هڅه کوي چې مسکو منزوي او په جګړه کې د هغه هیواد د وړتیا مخه ونیسي.

اوکراین کې د جګړو دوام

غربي هیوادونه په داسې حال کې د روسیې د وړتیا د کمیدو هڅه کوي چې اوکرایني چارواکي وایي چې روسي ځواکونو د هغه هیواد په ختیځ کې د سیویرودونتڅک ښار کابو ۸۰ فیصده برخه نیولې ده.

د لوهانسک ښار مشر ویلي دي روسي ځواکونو ټول هغه درې پلونه ویجاړ کړي دي چې له یاد ښار څخه د وتلو لارې شمیرل کیږي خو هغه زیاته کړې اوکرایني ځواکونه د راکټونو د اورول کیدو سره سره هڅه کوي چې ټپیان له یاد ښار څخه وباسي.

یو روسي جنرال ویلي دي‌ چې د چهار شنبې په ورځ جون ۱۵ به یو بشري مسیر پرانیزي څو ملکي کسان د ازوت کیمیاوی فابریکې څخه ویستل شي.

بلخوا د ملګرو ملتونو یو مقام ویلي دي چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې له دریو څخه دوه برخې اوکرایني ماشومان بیځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG