د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عمومي منشي اوکراین ته د 'ډیرو درندو وسلو' غوښتنه وکړه


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سه شنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولې ۲۴) وویل غربي هیوادونه باید اوکراین ته ډیرې درندې وسلې ورکړي څو هغه هیواد په ختیځ کې د روسیې د پرمختګ په وړاندې جګړه وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ په هالنډ کې د ناټو د اوو اروپايي‌ غړو له مشرانو سره تر ملاقات وروسته وویل چې "اوکراین باید ډیرې درندې وسلې ولري."

د ناټو منشي زیاته کړه، ناټو خپلې هڅې زیاتې کړي او ټاکل شوېده چارواکي د درندو وسلو په ګډون د زیات ملاتړ د همغږۍ په هدف د چهار شنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې غونډه وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، اوکراین د روسیې د وحشي یرغل په وړاندې د دریدو لپاره په بشپړ ډول غربي وسلو ته اړتیا لري.

اوکراین په تکرار سره له لودیځ څخه د درندو وسلو غوښتنه کړې ده او په یو شمیر اروپايي مشرانو یې انتقاد کړی چې په شاه د روسي ځواکونو د تمبولو په هدف کیف ته د وسلو په لیږد کې پاتې راغلي دي.

په دې غونډه کې چې د ناټو د عمومي منشي د کوربه توب په هدف د هالنډ او ډنمارک د لومړیو وزیرانو له خوا جوړه شوې وه، د پولنډ، رومانیا، لاتویا، پرتګال او بلجیم مشرانو هم ګډون کړی وو.

دغه غونډه د جون میاشتې په وروستیو کې د هسپانیا په پلازمینه مادرید کې د ناټو د مهمې غونډې څخه مخکې جوړه شوه.

د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویکي په خواشینۍ سره وویل چې غرب د هغه د ګاونډي هیواد اوکراین د ملاتړ لپاره کافي کار نه کوي.

نوموړي یو خبري کنفرانس ته وویل:" موږ د اوکراین د دفاع، د اوکراین د خلکو د ملاتړ او د هغوی د ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره کافي کار ندی کړی."

دغه پولنډ چارواکي د اورپا له مشرانو غوښتل چې اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو په ګډون درندې وسلې ورکړي. هغه زیاته کړه که اوکراین د روسیې په وړاندې جګړه وبایلي د غربي هیوادونو اعتبار به له منځه ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG