د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یوه جنګي جیټ الوتکه په جنوبي کوریا کې لویدلې


د الوتکې د لویدو علت لا ندی څرګند شوی خو امریکایي ځواکونو ولي چې نور جزیات به وروسته خپاره کړي.
د الوتکې د لویدو علت لا ندی څرګند شوی خو امریکایي ځواکونو ولي چې نور جزیات به وروسته خپاره کړي.

د جنوبي کوریا رسمي خبري اژانس یونهاپ ویلي چې د امریکا یوه ایف -۱۶ جنګي جیټ الوتکه چارشنبه جنوري ۳۱ مه (سلواغې ۱۱) د دې هیواد په لویدیځ ساحل کې لویدلې.

د دې خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې الوتکه په اوبو لویدلې، پیلوټ یې چې د الوتکې څخه یې ځان لاندې غورځولی و ژوندی او خوندي دی.

په کوریا کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ هم د فرانس پریس خبري اژانس ته پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ویلي چې د یونهاپ خبري اژانس راپور "غلط ندی" او دا یې هم ویلي چې د پیښې په هکله به جزیات وروسته خپاره کاندي.

په سیمه کې پولیسو هم ویلي چې د پیښې په هکله تحقیقات کوي. تر اوسه د الوتکې لویدلو علت ندی څرګندی.

دا لومړی ځل ندی چې په جنوبي کوریا کې د امریکا جنګي جیټ الوتکه لویږي.

د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې هم یوه همدا ډول الوتکه د روزمره روزنیزو تمریناتو پر مهال ولویده چې امریکایي چارواکو یې علت د پرواز پر وخت عاجل وضعیت بللی و. د دې الوتکې پیلوټ هم ژوندی ژغورل شوی و.

د تیرې مې په میاشت کې هم یوه بله ایف -۱۶ جنګي جیټ الوتکه د جنوبي کوریا پایتخت سیول په جنوبي برخې کې د روزنې پر مهال ولویده. پدې پیښې کې چا ته زیان نه و رسیدلی.

واشنګټن د سیول تر ټولو مهم امنیتي ملګری هیواد دی. شاوخوا ۲۸۵۰۰ امریکایي سرتیري پدې هیواد کې دیره دي چې په اتومي وسلو سمبال ګاونډي، شمالي کوریا څخه یې خوندي وساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG