د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي چې دوه امریکايي بیرغ لرونکې سوداګریزې کښتۍ د دوشنبې په ورځ [مې څلورمه] د هرمز تنګي نه په "بریالیتوب" تېرې شوې دي.
سنټکام د هرمز تنګي څخه د دې کښتیو تېرېدل د "ازادۍ پروژې" لومړی ګام بللی چې تېره ورځ د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړله.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [مې درېیمه] وویل چې متحده ایالتونه به د دوشنبې په ورځ د "آزادۍ پروژې" په نوم یو بهیر پیل کړي څو د هرمز په تنګي کې د ایسارو کښتیو د اېستلو زمینه برابره شي.
ټرمپ ویلي چې د ایران، منځني ختیځ او متحده ایالتونو د ښېګڼې لپاره دغو هېوادونو ته ویل شوي چې:"موږ به مو کښتیو ته لارښونه وکړو چې په خوندي ډول لدې ممنوعه سمندري ساحې څخه ووځي."
د ولسمشر ټرمپ د اعلان په ځواب کې د ایران پوځ ویلي چې سوداګریزې کښتۍ او د تېلو ټانکرونه باید د ایراني ځواکونو سره له همغږۍ پرته د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د ولسمشر تر اعلان سمدستي وروسته، سڼتکام وویل چې د ازادۍ پروژې د پیل کېدو ملاتړ کوي.
امریکايي پوځیانو د ایران هغه ادعا هم په کلکه رد کړې چې ویلي وو د امریکا یوه جنګي کښتۍ يي په دوو توغندیو ویشتلي ده. امریکايي پوځیانو دا یوه بې بنسټه ادعا بللې او لیکلي چې د متحدو ایالتونو هېڅ ډول کښتۍ په نښه شوې نه ده.
د سنټکام د اعلامیې له مخې، امریکايي پوځيان به هڅه وکړي چې د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ ازادي بېرته خوندي کړي.
د یو جلا خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون د دوشنبې په ورځ له واشنګټن او تهران څخه وغوښتل چې د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو لپاره په ګډه کار وکړي. ولسمشر مکرون همدارنګه ټینګار کړی چې هېواد به یې په هغو عملیاتو کې برخه وانخلي چې په هغه کې د تنګي د بیا پرانېستلو لپاره له زوره کار اخېستل کېږي.
فورم \ دبحث خونه