د امریکا د سویلي قوماندانۍ په وینا د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ د ارام سمندر په ختیځ کې پر یوې بېړۍ چې ادعا کیږي نشهیي توکي یې قاچاق کول، مرګونی برید کړی چې پکې د مخدره توکو دوه ترهګر وژل شوي.
د یوې رسمي اعلامیې له مخې، د فبرورۍ د ۵مې عملیات د جنرال فرانسیس ډونووان تر لارښوونې لاندې چې ددې قوماندانۍ مشري په غاړه لري، د "سدرن سپیر" یا "سویلي نیزې" په نوم، د ګډ کاري ځواک لهخوا شوی.
د امریکا سویلي قوماندانۍ وویل چې استخباراتي معلوماتو تایید کړه چې دغه بېړۍ د ارام سمندر په ختیځ کې د نشهیي توکو د قاچاق په مشخصو شویو لارو روانه وه او د مخدره موادو د قاچاق په فعالیتونو کې ښکېله وه.
هغه ویډیو چې ددې قوماندانۍ له خوا خپره شوي ده ښيي چې یوه کوچنۍ بېړۍ تر چاودنې وروسته د اور په لمبو کې لولپه شي. د پوځ په وینا، دغه بېړۍ د پېژندل شویو ترهګریزو سازمانونو لهخوا چلول کېده.
چارواکو وویل چې د امریکا پوځ د سپتمبر له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۳۶ هوايي بریدونه کړي، ۳۸ بېړۍ یې په نښه کړي او لږ تر لږه ۱۲۸ کسان یې د کارابین سمندر او د ارام سمندر په ختیځ کې وژلي دي.
د بریدونو شمیر د جنورۍ په ۳مه د وینزویلا د پخواني دیکتاتور نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته په څرګنده توګه کم شوي دي. د نیویارک یوې امریکايي محکمې پر مادورو د نشهیي توکو د قاچاق او د امریکا پر ضد د وسلو د لرلو تورونه لګولي دي.
د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت ددې ادارې تهاجمي موقف وستایه او ویې ویل چې د کارټلونو فعالیتونه کم شوي دي.
هېګسېت د ایکس پر ټولنیزې رسنۍ کې ولیکل:«بریا: د امریکا د سویلي قوماندانۍ د مسئولیت په ساحه کې د نشهیي توکو ځینو لوړ پوړو قاچاق کوونکو پرېکړه کړې چې په کارابین کې د امریکا له خوا د وروستیو (خورا اغېزناکو) مرګونو محرکو بریدونو له امله نشهیي چارو ټول عملیات د نامعلوم وخت لپاره ودروي.»
د امریکا سویلي قوماندانۍ وویل چې «په دې اقدام کې د مخدر موادو دوه ترهګر ووژل شول» او د امریکا د پوځ هېڅ پرسونل ته زیان نه دی رسېدلی.
د ټرمپ حکومت دغه بریدونه د نشهیي توکو د قاچاقي شبکې پر ضد د «وسلهوالې شخړې» برخه بللې ده. د دموکرات ګوند څخه ځینو قانون جوړونکو اندېښنه څرګنده کړې او وایي چې عملیات قانوني توجیه نه لري، پداسې حال کې چې جمهوریت غوښتونکو تر ډېره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
جمهوریت غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهام د دفاع وزارت اقدامات وستایل او ولیکل:« شاباش، د جنګ وزیره او ستاسو تر قوماندې لاندې ټول پوځ ته! موږ باید ددې برخې تایید او څار ته دوام ورکوو.»
فورم \ دبحث خونه