د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونو سوریه کې د اورپکو د پټیدو ځایونه په نښه کړي


د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ "سنټکام" وایي د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دویمه) یې د سوریې په شمال ختیځ کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو اورپکو هغه مرکزونه په نښه کړي چې له هغه ځایه به د امریکایي ځواکونو مراکز په راکټونو ویشتل کیدل.

د امریکا مرکزي قومندانۍ چې په منځني ختیځ کې د دې هیواد نظامي عملیات څاري په یوې بیانیه کې ویلي:" امریکایي ځواکونو نن په سوریه کې په دوو سیمو کې راکټي بریدونو ته ځواب ورکړ، درې موټر او هغه وسایل یې له منځه یوړل چې د یو شمیر راکټونو د توغول کیدو لپاره کارول کیدل."

دغې قومندانۍ په خپله بیانیه کې زیاته کړې چې په دې بریدونو کې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دوه یا درې هغه اورپکي هم وژل شوي چې په یوه برید کې یې لاس درلود.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي، د چهار شنبې په ماښام له عراق سره پولې ته نږدې د سوریې د تیلو په شتمن دیر الزور ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر یو مرکز د څو راکټونو د لګیدو له امله درې امریکایي سرتیري برسیرن ټپیان شوي‌ دي.

دا تاسیسات د کردانو په مشرۍ د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له خوا چې د متحدو ایالتونو او نورو ائتلافي شریکانو متحدین دي او د اسلامي دولت د پاتې شونو په وړاندې مبارزه کوي، اداره کیږي.

امریکایي ځواکونه په داسې حال کې ددغه برید خبر ورکوي چې واشنګټن وایي تر دې مخکې هم د دیر الزور په ولایت کې د امریکایي ځواکونو په یو بل برید کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو اورپکو تاسیسات په نښه شوي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل هغوی د اګست په ۱۵ نیټه په سوریه کې د امریکایي ځواکونو پر یو واړه واحد د راکټي برید په ځواب کې د مهماتو د دیپوګانو په ګډون د اورپکو تاسیسات په نښه کړي دي.

ایران د چهار شنبې په لومړیو کې له هغو ډلو سره هر ډول اړتباط رد کړ چې یوه ورځ مخکې د امریکا په هوایي برید کې په نښه شوي دي.

تهران وایي هغوی د مشق په غوښتنه یوازې نظامي سلاکاران هغه هیواد ته استولي دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې بیان کې د متحدو ایالتونو دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دا د سوریې د خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا نقض دی.

XS
SM
MD
LG