د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د خارجه وزارت رپوټ: پاکستان لاهم ترهګرو ته امن ځای دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې پاکستان لاهم د ترهګرو ډلو لپاره یو امن ځای دی چې له هغه ځایه پر افغانستان او هند باندې بریدونه کوي او د رپوټ په وینا اسلام آباد ددغو ډلو پر وړاندې پوره اقدام نه کوي.

پدغه رپوټ کې چې په ۲۰۱۹ کال کې په ترهګرۍ ضد مبارزې باندې متمرکز دی په ځانګړې توګه د افغان طالبانو او لشکر طبیه څخه د پاکستان د ملاتړ یادونه شوې چې د افغانستان ضد فعالیت کوي.

رپوټ وایي چې پاکستان اجازه ورکړې تر څو د لشکر طبیه او جیش محمد په څیر ترهګرې ډلې ددې هیواد له خاورې څخه پر هند بریدونه وکړي.

په رپوټ کې راغلي: "پاکستان سودستي د ټولو ترهګرو سازمانونو د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې ندي عملي کړي. اسلام آباد د جیش محمد د ډلې د مشر مسعود اظهر او ممبۍ د ۲۰۰۸ کال د برید د اصلي طراح ساجد میر، پر ضد هیڅ اقدام ندی کړی او داسې رپوټونه شته چې دغه دوه ترهګر د دولت تر ملاتړ لاندې په پاکستان کې ژوند کوي."

پاکستاني مقاماتو تل د ترهګرو نه د ملاتړ مسله رد کړې ده او ځان یې د ترهګرۍ قرباني ګڼلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ویلي چې لا هم د پاکستان په ځینو مدرسو کې سخت دریځي تدریس کیږي او پاکستاني مقامات پدې هکله بسیا اقدام نه کوي.

افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو او د حقاني شبکې په ۲۰۱۹ کال کې تروریستي بریدونه زیات کړي، پوځیان او ملکي وکړي یې په نښه کړي دي.

ددې رپوټ په بنسټ له دې سربیره د اسلامي دولت ډلې یا داعش په افغانستان کې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په رپوټ کې راغلي چې افغانستان د خپلو پولو د ساتلو په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران سره د سرحد په ساتلو کې د ستر ازمون سره مخامخ دی. رپوټ ټینګار کړی چې د "سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د کډ کاري پلان" د شتون سره سره چې د سرحدونو امینت یې یوه برخه ده د دواړو هیوادونو د سرحدونو د ساتلو او امنیت د ښه کیدو د چارو پرمختیا ورو وه.

رپوټ د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د لوړو او ژورو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې پاکستان ددغو مذاکراتو په برابرولو کې عمده رول لوبولی دی.

په رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کې امریکا او متحدینو یې ترهګرو ډلو ته په ماتې ورکولو کې ښه لاسته راوړنې درلودلي او د داعش د ډلې، القاعده شبکې او د ایران نیابتي ډلو ماتې یې د مثال په توګه یادې کړې دي.

XS
SM
MD
LG