د لاس رسي وړ اتصالات

تیلرسن: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به زیات متنوع شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو په وزارت کې د امریکا د مختلفو پرگنو د وگړو د استخدام لپاره به خپلې هڅې دوه چنده کړي.

ښاغلي تیلرسن وویل چې اوس د بهرنیو چارو په وزارت کې د تنوع فیصدي خورا ټیټه ده. هغه په دې هکله وویل "مونږ یو داسې بهرنیو چارو وزارت ته اړتیا لرو چې د امریکا ولس منعکس کړي چې مونږ څوک یو."

ښاغلي تیلرسن وویل چې د بهرنیو چارو د وزارت متنوع کول د مختلفو پرگنو د افرادو په استخدام سره کیږي چې متفاوت فرهنگي دید لري او د دوی په استخدام سره به په بهرنیو چارو وزارت کې کاري وړتیا پراخه شي.

هغه وویل دا اقدام ځکه با ارزښته دی چې " هغوی په نړۍ کې داسې شیان ویني چې زه یې نه شم کتلای. زه د ژوند هغه تجربه چې هغوی یې لري، نه لرم".

د ښاغلي تیلرسن په وینا که "هغوی افریقایي الاصله امریکایان وي، لاتین او یا اسپانیایان" هغوی به ددې فرصت ولري چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرینو چارو په وزارت کې کار وکړي.

ښاغلي تیلرسن دغه خبرې د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې یو شمیر محصلینو ته وکړې.

هغه وویل چې ښځې او همجنسبازه نارینه او ښځې هم کولای شي چې د بهرنیو چارو په وزارت کې استخدام شي.

ښاغلي تیلرسن وویل یوه اداره هغه وخت د پوره مسلکي او کاري کیفیت نه برخورداره شي چې مختلف نظرونه په کې ځای کړای شي.

هغه وویل چې د سفارت په څوکیو باندې د غیر سپین پوستو کسانو د گمارلو په گډون به د بهرنیو چارو د وزارت متنوع کولو لپاره به هڅې دوه چنده گړندۍ کړي.

هغه په ضمني توگه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په اوسني جوړښت انتقاد وکړ او وویل چې "یواځې په سلو کې ١٢ زمونږ لوړپوړي بهرني مدیران غیر سپین پوستي" دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ددې وزارت مختلفې برخې باید خپل چلند بدل کړي تر څو هغه استعدادونه چې په امریکا شته له هغې نه باید موثره گټه واخلي.

هغه په بهرنیو چارو وازرت کې جنسي انډول ته هم گوته ونیوله او وویل چې د بهرنیو چارو لوړپوړي مشران له دریو نه یواځې یوه برخه ښځې دي.

ښاغلي تیلرسن ټینگار وکړ چې د سفارتونو د هر پوست لپاره باید حد اقل یو کاندید د اقلیتونو له ډلې نه وي خو که اقلیتونه د فني لحاظه اوس دې کار ته تیار نه وي، نو هغوی دې تشخیص کړای شي چې په راتلونکو کلونو کې لوړ موقفونه ونیسي.

ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره ښاغلي تیلرسن وویل چې په پام کې لري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ددې هیواد د نورو ادارو او انستیتوتونو سره اړیکه ټینگه کړي چې له دې لارې "خلک مونږ په آسانۍ ومومي او له هغه مهمه دا چې مونږ هغوی ومومو".

ښاغلي تیلرسن وویل " د شرایطو واجد امریکایان" چې په مختلفو برخو کې کاري سابقه لري باید پوه شي چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې ورته کاري شرایط ممکن دي او باید "استعداد لرونکي واجد شرایط افراد" پیدا کړو.

XS
SM
MD
LG