د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ترکیې د خپلمنځي ستونزو په حل کولو موافقه وکړه


رکس تیلرسن د رجب طیب اردوغان سره د خبرو پر وخت
رکس تیلرسن د رجب طیب اردوغان سره د خبرو پر وخت

د امریکا متحده ایالاتو او ترکیې موافقه وکړه چې د سوریې د جگړې او نورو موضوعاتو پر سر رامنځ ته شوي کړکیچونه راکم کړي چې ددغو دواړو اوږدمهاله متحدو هیوادونو اړیکې یې له گواښ سره مخامخ کړي.

امریکا او ترکیې ژمنه وکړه چې له یو بل په همکارۍ د سوریې په جگړه کې د جدي پوځي مخامخ کیدو مخنیوی وکړي او د یو بل ترڅنگ ودریږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس تیلرسن، اروپا ته خپل شپږ ورځنی سفر د جمعې په ورځ ترکیې ته په تللو پای ته ورساوه.

د عفرین د محاصرې پر وړاندې یو پوځي برید او د کردي جنگیالیو نه د واشنگټن ملاتړ د متحده ایالاتو او ترکیې په اړیکو کې خطرناک کړکیچ رامنځ ته کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د جمهور رئیس او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره څو ساعته خصوصي خبرې وکړې. دغه خبرې د نورو همکارانو او ژباړونکو له گډون پرته تر سره شوې. د خبرو په پای کې ښاغلي تیلرسن او ترکي سیال یې وویل چې د سخت کړکیچ او بحران د رامنځ ته کیدو مخه یې نیولې ده.

ښاغلي تیلرسن خبریالانو ته وویل "مونږ نور نه غواړو چې ځانته کار وکړو، چې متحده ایالات یو کار او ترکیه بل کار وکړي. مونږ غواړو له همدې شیبې نه وروسته له یو بل سره همکاري وکړو. مونږ نیت لرو چې پوځي تجهیزات وتړوو او په هغو مسایلو تمرکز وکړو چې مونږ ته مشکلات ایجادوي."

له بلې خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، وویل چې "خپلو اړیکو ته به دوام ورکړو او یا به ډیره خطرناکه موضوع په مخ کې ولرو. خو په هغه ارادې چې مونږ د پرون راهیسې پرمخ تللي یو او مسایل مو مطرح کړل، زمونږ د اړیکو د عادي کولو لپاره مو ښه نتیجه ترلاسه کړه. مونږ [د یو بل] په درک کولو او توافق بریالي شو".

دواړو خوا وویل چې په سوریه کې د دوی د سرتیرو د مخامخ کیدو د مخنیوي په گډون په جزییاتو باندې د کار لپاره به د دواړو هیوادونو کاري ټیمونه جوړ شي.

XS
SM
MD
LG