د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان- امریکا- د ۲۰۱۴ کال وروسته وضیعت


په داسي حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته یواځي ۳ ورځې پاته دي، دواړه کاندیدان هڅه کوي خپلې پالیسۍ آمریکایانو ته د غوره پالیسوو په توګه معرفي کړي او د هغوي ملاتړ ترلاسه کړي. د افغانستان مسله په بهرني سیاست کې یوه مهمه مسله ده او دواړه کاندیدان د ۲۰۱۴ کال مهال ویش ته ژمن دي، خو دا چي د ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د امریکا ماموریت څه ډول وي یو یې هم پرې بحث نه کوي.

د ولسمشرۍ دپاره دواړه کاندیدان هڅه کوي چې په کلیدي ایالتونو کې د یوه بل سره مقابله وکړي او د کورني او بهرني سیاست په هکله خپلې پالیسۍ مطرح کړي. په بهرني سیاست کې یوه مهمه مسله د افغانستان د ماموریت مسله ده. دواړه، میت رامني او ولسمشر اوباما پردې قانع دي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به آمریکا په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته رسوي خو په کمپاین کې دوي پردې خبري نه کوي چې که په افغانستان کې هرڅه د پلان سره سم پرمخ ولاړ نشي نو دوي به بیا څه کوي او بدیله تګلاره به یې څه وي. ولسمشر اوباما وايي چې په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسېږي،، مونږ په یوه داسي موقف کې یوو چې کولای شو په افغانستان کې خپل ماموریت ته تغییر ورکړو ځکه په داسي حال کې چې افغانان کولای شي چې د خپل هیواد څخه ساتنه وکړي. د دې هيڅ ضرورت نسته چې امریکایان خپل ژوند له لاسه ورکړي.،،

که څه هم جمهوري غوښتونکي پخوا د ۲۰۱۴ کال د مهال ویش د ټاکلو سره موافقه نه وو او نیوکه یې پرې کولې چې دښمن ته غلط پیغام لېږي، خو جمهوري غوښتونکی کاندید میت رامني وايي چې امریکا به په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسوي. ،،مونږ به خپل ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې ختم کړو او کله چې زه ولسمشر سم نو هڅه به وکړم چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې خپلې قواووې له افغانستان څخه راوباسم.،،

د فارن پالیسۍ د مجلې مدیر مسوله سوسان ګلاسر بیا وايي چې کاندیدان ځکه د افغانستان په هکله پراخ بحثونه نه کوي چې نه غواړي د یوې لیسې پر ناکامو هڅو باندې رڼا واچوي. ،،د افغانستان موضوع د ۲۰۱۲ کال په انتخاباتي مبارزه کې یوه هیره شوې موضوع ده. زما په آند له ډیر اړخو نه دا د خواشینې وړ موضوع ده چې مونږ د افغانستان پر مسلې باندي یو هر اړخیز ملي بحث نه کوو. ولي داسي نه کوو؟ ځواب یې دا دی چې د دواړو ګوندونو کاندیدان نه غواړې د یو لسیزې پر ناکامو هڅو خبري وکړي.،،

کیلوین مسي د امریکا د پوځ پخوانی سرتیری دی. هغه بیا د افغانستان د ماموریت په هکله بل ډول نظر لري ،،په افغانستان کې مونږ د خپل ماموریت اکثریت اهدف ترلاسه کړي دي. زه به هیڅکله داسي و نه وایم چې په افغانستان کې ژوند د لاسه ورکول په دې ارزي. زه په دې هم پوهېږم چې پوځ ته چې څوک راځي هغوي قرارداد لاس لیک کړی وي او خلګ دا وايي چې دا یې مسولیت دی چې کار وکړي. د خلګو دا تبصره په سیاسي لحاظ پرځای ده خو که چیري زما نه رېښتیا و پوښتیْ مونږ دلته ډیر ښه خلګ د لاسه ورکوو او زیات شمیر کورنۍ د دې خبري له مله زوریږي.،،

ټاکل شوې چې د سې شنبې په ورځ په امریکا کې عمومي انتخابات وشي، دواړه کاندیدانو په کلیدي ایالتونو کې سخت کمپاین پیل کړی دی او پر یوه بل باندي نیوکې کوي. دا په داسي حال کې ده چې حکومت پرون د جمعې په ورځ د کارونو نوی ریپوټ خپور کر. په ریپوټ کې راغلي چې په امریکا کې د بې کارۍ کچه ۷،۹ فیصده شوې چې د سپتمبر د میاشتې په پرتله په کښي د یوه فیصد لسمه حصه زیاتوالی راغلی دی. ښاغلي رامني پر همدې مسلې باندي تمرکز وکړ او پر ولسمشر اوباما باندي یې انتقاد وکړ خو ولسمشر اوباما بیا وویل چې د اکټوبر په میاشتې کې د تیرو ۸ میاشتو په پرتله زیاتې وظیفې رامنځ ته شوي دي. د یادونې وړ ده چې د دویمه نړیوالې جګړې وروسته د امریکا هیڅ یوه ولسمشر په داسي حال کې چې بې کاري د ۷،۴ فیصده نه زیاته وي انتخابات نه دي ګټلي.
XS
SM
MD
LG